فرانسه

IQNA

بچوې
ایکنا- د پاریس په لوور میوزیم کې د اسلامي هنرونو په اړه یو نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د دغه میوزیم د اسلامي هنرونو له ټولګې څخه کابو ۵۰ اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د خبر لمبر: 3493168   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- په فرانسې کې یوې محکمې، پاریس ته څېرمه د یوه جومات د قرآن کریم د تلاوت په پلمه د شپږو میاشتو لپاره د تړلو پرېکړه تایید کړې ده؛ دغې قضیې د اسلامي عقایدو او عبادتونو پر وړاندې د حکومت د څارنې په اړه نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د خبر لمبر: 3493163   خپرونې تاریخ : 2026/08/10

ایکنا-  ګینه هیواد  له فرانسې څخه په رسمي ډول غوښتي چې د لوېدیځې افریقا د فرانسوي استعمار پر ضد د مبارزې د مخکښ رهبر ساموري توره  شخصي قرآن کریم دې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.
د خبر لمبر: 3493065   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو  د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د  هرمز تنګي د وروستي وضعیّت او  د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکا ترمینځ د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې د بهیر په ارزونې سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.
د خبر لمبر: 3492741   خپرونې تاریخ : 2026/05/07

ایکنا - د پاریس د لوي جومات سرپرست وویل:تېر میلادي کال د مسلمان اقلیت پر وړاندې د شته ننګونو له امله، د فرانسې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سخت کال و.
د خبر لمبر: 3492268   خپرونې تاریخ : 2026/01/05

ایکنا – د پرتګال پارلمان د یوې جنجالي  مسودې په تصویب سره، په عمومي ځایونو کې د مخ پوښلو لکه «برقعه» او سکارف او «نقاب» ممنوع اعلان کړ؛داسې  ګام چې ډېري کسانو  پرې نیوکې کړي دي.
د خبر لمبر: 3491880   خپرونې تاریخ : 2025/10/18

ایکنا - د یوې څیړنې له مخې، په فرانسه کې له  هرو درو مسلمانانو څخه دوه کسان د توکمپالنې  قرباني دي.
د خبر لمبر: 3491734   خپرونې تاریخ : 2025/09/20

 ایکنا -د فرانسې په پاریس ښار کې د جوماتونو سپکاوی د فرانسې د حکومت د ناکامۍ ښودنه کوي چې د افراطي ډلو د کړنو په وړاندې د جوماتونو د ساتنې او ملاتړ توان نه لري.
د خبر لمبر: 3491726   خپرونې تاریخ : 2025/09/17

ایکنا -   له سلګونو لیکوالانو څخه  په طلائي اوبو سره د لیکل شوو قرآني علومو، ریاضي، ستور پوهنې  په اړه کابو څلور لکه  لاسلیک شوي  نسخې په تیمبوکتو لاسلیک  شوو نسخو کې موندل کېږي چې د بشري، عربي او اسلامي لیکل شوي پوهې میراث مهمې برخې جوړوي.
د خبر لمبر: 3491701   خپرونې تاریخ : 2025/09/14

ایکنا - د اسلامي ملګرتیا موسیسې عمومي منشي، د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون له هغې پرېکړې چې غواړي په راتلونکي سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه رسمي هېواد په توګه وپېژني، هرکلی وکړ.
د خبر لمبر: 3491460   خپرونې تاریخ : 2025/07/27

په فرانسه کې د ایزیر په یوه جومات د نامعلومو کسانو له خوا برید شوی او پر دیوالونو یې ضد اسلامي شعارونه لیکلي دي.
د خبر لمبر: 3491338   خپرونې تاریخ : 2025/06/30

ایکنا - ایټالیا هغه کس چې د فرانسې په جنوب کې په یوه جومات کې د یوه لمونځ‌کوونکي د وژنې تور پرې تګیدلی، فرانسې ته وسپاره. 
د خبر لمبر: 3491097   خپرونې تاریخ : 2025/05/11

ایکنا - د فرانسې د مدني حقوقو یو شمېر تنظیمونه او اورګانونه به راتلونکې یکشنبې  په ورځ په دغه هېواد کې د اسلام ضد کړنو د غندنې لپاره مظاهرې وکړي.
د خبر لمبر: 3491093   خپرونې تاریخ : 2025/05/10

ایکنا - فرانسوي ورځپاڼې لوموند په فرانسه کې له اسلام او مسلمانانو سره د دوه ګوني چلند په اړه خبرداری ورکړی.
د خبر لمبر: 3491071   خپرونې تاریخ : 2025/05/06

ایکنا - د فرانسې  د پارلمان استازو د غويي ۹ د ابوبکر سیسه په درناوي یوه دقیقه چپتیا وکړه، چې تېره اوونۍ د فرانسې په سویل کې د ګارډ سیمې په یوه جومات کې د چاقو په ګوزارونو  سره ووژل شو.
د خبر لمبر: 3491044   خپرونې تاریخ : 2025/05/01

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر  په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو  په پیاوړو او دوامدارو  اړیکو باندې د خوښئ په ښودلو  سره ،له سیمه ایزو بدلونونو او مسئلو سره په ارتباط کې د عمان هیواد  د مسئولانه کړچار قدرونه او ستاینه وکړه او  د ایران امریکا دغیر مستقیمو خبرواترو کوربتوب ئې ددغه کړچار  یوه نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3490949   خپرونې تاریخ : 2025/04/13

ایکنا - فرانسې اروپائي هیواد په تیرو څو کلونو کې  تر پام وړ پورې خپل سیاسی نفوذ له لاسه ورکړی دی او په اوسنیو نړیوالو معادلاتو کې  د پخوا په شان له اغیزو برخمن نه  دی.
د خبر لمبر: 3490464   خپرونې تاریخ : 2025/01/14

ایکنا – د فرانسې او اسرائيلو د فتبال لوبې په وخت د پاریس د پولیسو د امنیتی تدبیرونو په اپوټه  پلویان له یوه بل سره ونښتل او صهیونیسټي نندارچیانو دې ځل په ؛استاد دوفرانس ؛لوبغالي  کې پر فرانسوي نندارچیانوحمله وکړه.
د خبر لمبر: 3490163   خپرونې تاریخ : 2024/11/16

ایکنا- په کینیډا کې د لندن ښار پولیسو په یوه مسلمان بندې په حملې شکمن ونیوۀ. د کینیډالومړي وزیر  او ددغه هیواد اسلامی تنظیمونو دغه حمله په کلکه غندلې ده.
د خبر لمبر: 3490100   خپرونې تاریخ : 2024/11/03

ایکنا – د فرانسې پولیسو  ددغه هیواد په آمین ښار کې په ویکټورین اوتیه واټ کې واقع دالسنه جومات د دروازې په قصدا  د سوځولو  د پيښې په باب څيړنې پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3490094   خپرونې تاریخ : 2024/11/02