IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/3

د شیخ عرجون په بیان کې د حضرت امام علی(ع)د میړنتوبونو روایت

14:49 - November 06, 2022
د خبر لمبر: 3486416
ایکنا-(تهران) شیخ محمد صادق عرجون د ؛ امیر المومنین علی ابن ابی طالب؛ الخَلیفةُ المثالي (امیر المومنین علی  ابن ابی طالب یو ائيډیئل او بیلګه خلیفه) نومې کتاب  لري،چې په هغه کې دحضرت امام علی علیه السلام  د شخصیّت او روده او دحضرت محمد مصطفی(ص) په ملګرتیا کې  د هغه رول معرفي کړی دی.

د مصر د الازهر پوهنتون د اصول دین د پوهنځي پخوانی مشر شیخ محمد صادق عرجون،په دغه کتاب کې د حضرت امام علی (ع) د روزنې او ودې د څرنګوالي په باب خبرې کړي او د امام علی د  ماشومتوب دزمانې،د قریشو دقخطۍ او بحران او دهغه پړاړ د پيښو په اړه ئې معلومات وړاندې کړي او په پاي کې ئې هم له پیغمبر اکرم(ص)وروسته د امام علی د ژوند او د حضرت محمد مصطفی(ص)له جانشینۍ سره د اړونده پيښو په باب غوره او په زړه پورې خبرې کړي  دي.
ددغه کتاب مولف همداراز د حضرت امام علی(ع) اتلوالۍ ته هم اشاره کړې ده او په دې شرح ئې لیکلي دي،د احد د جنګ  په وژل شوو کسانو کې د نیموکسانو وینه چې اویا تنه وو،د امام علی (ع) په  تورې سره توي شوې ده،او په احد جنګ کې هم خداوندمتعال مسلمانان امتحان کړل او دوي ئې د رسول الله بزرګوار له شاوخوا تیت پرک کړل او یوازې یو کس چې هماغه علی(ع)ؤ د پیغمبر په څنګ کې پاتې شو او هغه د اسلام اتل ؤ.

همدلته وه چې د امام علی(ع)رول رابرسیره شو،ځکه علی په بې مخینې شجاعت او میړنتوب سره د پيغبمر ترڅنګ ؤ او د هغه مقدس وجود  ئې د  مشرکانو د ډيرو زیاتو لښکریانو د دومدارو حملو په وړاندې ساتلو.

د خندق (احزاب) په جنګ کې هم خلک کلابند شول،انتظارونه په ختمیدا شول او د دښمن له لښکره، د؛عمرو بن عبدود؛ په نامې سره یو کس په رجز کې،له مسلمانانو یو مبارز وغوښت،په هغه وخت کې علی(ع) ځوان عمرو بن عبدود د عبانو یو شجاع او اتل کس ؤ،علی له هغه سره مبارزه پیل کړه  او  هغه ئې پر مځکې راګوزار کړ او ورته ماته ورکړه.

خداوندمتعال د علی(ع) په لاس  دخیبر کلا فتح کړه، پیغمبر اکرم(ص) په دغه جنګ کې امام علی ته وفرمائيل« فَوَاللَّهِ لَأَنْ یهْدِی اللَّهُ بِک رَجُلًا وَاحِدًا، خَیرٌ لَک مِنْ أَنْ یکونَ لَک حُمْرُ النَّعَمِ: ؛په خدای قسم، که  خدای د تاپه لاس یو کس هدایت کړي،له هغو ډيرښه دی چې د اوښانو د سروویښتو هومره وي.:

امام علی(ع)یوازې په یوه جنګ کې ګډون ونه کړ او هغه ؛تبوک ؛ ؤ چې رسلو الله بزرګوار په هغه وخت کې  هغه  جنګ ته له تلو منع کړ او امام علی  ئې په مدینې کې پخپل ځای منصوب کړ.(دا واقعه په منزلت حدیث کې ذکر شوې ده) او هغه ته ئې وفرمائيل؛؛ اَنتَ متی بِمنزلةِ هارون  من موسی  اِلا انه لابنی بعدي:؛له ما سره ستا  ځائيګی له حضرت موسی سره دهارون په نسبت  په شان دی ،یوازې فرق ئې دا دی چې له ما وروسته بل پیغبمر نه مبعوث کیږي::

هغه مهال چې پيغمبر اکرم(ص) په پټه له مکې د مدینې په لور هجرت وکړ،نو خپل ورور او د آکا زوی امام علی(ع) ئې مامور کړ چې د هغه په بسترې ویدۀ شي.امام علی(ع) د پيغمبر قالي واغوندل او دهغه بزرګوار په ځاي کې ویدۀ شو او د قریشو ځوانان  کله چې د پیغمبر کور ته ورسیدل، نو د حضرت محمد(ص) په ځاي  ئې هغه(امام علی) ولید.

د علی(ع) په څير د یوه ځوان زړۀ د وفادارۍ او اتلوالۍ له روحیې ډک ؤ.هغه په ترټولو خطرناکو شیبو کې د پيغمبراکرم(ص)په ځاي ویدۀشو او په ترټولو سخت وخت کې ئې د رسول الله فدائي او عاشق ؤ.

 هغه د جهاد د بیرغ چې د پیغمبر اکرم(ص)په لاس کې وو ،ملاتړ وکړاو په ډيرو موقعوکې ئې چې مسلمانان کم وائ یا ډير،له دښمنانو سره وجنګید او هغه ویره چې د مسلمانانو په زړونو کې وه،په آرامښت او امنیت بدله کړه.  

captcha