IQNA

قرآنی سورې/56

په واقعه سورې کې د نړۍ د پای پيښې

6:57 - January 16, 2023
د خبر لمبر: 3486755
ایکنا-(تهران)د آخرې زمانې په باب مختلفې نظرئې شته دي،البته دمونږ لازیاتې نظرئې په دې اند دي چې ډيرې سختې او حیرانونکي پيښئې نړۍ راګیروي . واقعه سوره  ددغه وضعیّت یوه انځورونکي سوره ده.

د قرآن کریم د شپږ پنځوسمې سورې نامه ؛واقعه؛ ده.دغه سوره په ۹۶آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۷سپارې کې واقع ده.دا یوه مکي سوره ده او  او د نزول په تربیب کې څلور څلویښتمه سوره ده چې پر پيغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

؛واقعه؛ د پيښې په معنا ده اود قیامت د ورځې یوه نامه هم ده،دغه سوره په دې دلیل واقعه نومول شوې ده چې دغه ټکی په لومړني آیت کې کارول شوی دی.واقعه سوره د قیامت د ورځې او په دغې ورځې د پيښو په باب خبرې کوي،یوه داسې ورځ چې پکې خلک بیرته ژوندي کیږي او دهغوي په دنیوي عملونو ارزونې کیږي. په پیل کې د مځکې د وضعیّت دبدلیدا، د زلزلو راتلل او دغرونو ړنګیدل بیانوي ،بیا خلک په درو ډلو ویشي او دهرې یوې ډلې عاقبت بیانوي.

یوه ډله د مخکښو کسانو ،دوهمه ډله د ښي لوري کسانو  او دریمه ډله هم د کیڼ لوري کسانو وي.له دې وروسته  د کیڼ لوري یا کیڼ پالو ډلې ته په ځواب کې چې د خدای تعالی ،دقیامت ورځ او دقرآن کریم په دروغ بللو بوخت وو،دلیلونه ذکر کوي  او انسان توحید او په قیامت ورځ ایمان ته بولي.

د واقعې سورې دمحتوا په باب دغو موردونو ته اشاره کیدلی شي؛د قیامت د ظهور او دهغو د سختو او وحشتناکو پيښو پيل؛په درو ډلو د  انسانانو دلبندي،دهغو کارونو په اساس چې په دنیا کې ئې کړي دي،  له خداوندمتعال سره دنزدې کسانو دځائيګي  په باب بحث او په جنت کې د هغوي د جایزو ډولوالی،د دوهمې ډلې یعنی د ښي لوري دلې په باب بحث او هغوي ته د ډول ډول الهي نعمتونو ډالۍ کیدا،ورپسې د کیڼ لوري ډلې په باب بحث او په جهنم کې د هغوي دردنااکو سزاګانو په اړه بحث،د خداوندمتعال دقدرت  دبیانولو له لارې  دمعاد د اثبات لپاره  او له بې ارزښته  نطفې څخه د انسان د خلقت  او په بوټو کې د ژوند د شتون، د ورښتونو ،د اور درڼا  په باب د دلیلونوبیانول   چې دخدای تعالی نښو څځه دي.د انسان د مړینې د حالت انځورول  او یوې نړۍ بلې نړۍ ته د هغوي منتقلولو انځورول او مومنانو ته جایزه او کافرانو سزاکول  نوره هغه موضوعګانې دي چې  په واقعې سورې کې پرې بحث شوی دی.

ښي لوري ډله بهشتیان او کیڼ لوری ډله جهنمیان دي.البته د مخکښو ډلې په باب چې د واقعې سورې په لسم آیت کې راغلی دي؛ وَاسابِقونه  السابقُون؛ او  مخکښان په سر کې دي:: تفسیر کونکي   مختلف نظرونه لری. سید محمد حسین طباطبائيد قرآن په یوه بل آیت کې نتیجه اخلي، چې ؛السابقون: یعنی مخکې ،دخیر په کار کې مخکښان، او له ؛سابقون؛ څخه دوهم لمبر ،مخکښان دخدای رحمت او بخشش ته رسیږی،ځکه چې د خیر په کار کې مخکښ کیدا ،دخدا وندمتعال بخشش ته په رسیدا کې د انسان مخکښ کیدا،له ځان سره لري.

captcha