ایکنا د عربی ژبې اینډيپنډنټ له قوله راپور راکړ،په سورئې کې د روژې مبارکه میاشت ډير زیات حرمت او احترام لري،داسې چې حتی د سریاني او ارمني مسیحیانو په څير دیني لږکي چې په سورئې کې ئې شمیر هم کم نه دی،تل په دغې میاشتې کې په عامو ځایونو کې د مسلمانانو په احترام له خوراک څښاکه ډډه کوي.
ماشومان هم په دغې میاشتې کې همداسې دي.دوي سره له دې چې له شرعي نظره روژه ساتنې ته پابنده نه دي ،خو ،په دغې پاکې میاشتې کې د ماشومانو لپاره خوراک څښاک حتی په په پټه هم یوه خپیسکه محسوسیږي. ځکه چې خپل همځولي پرې ملنډې وهي. هرڅوک پخپلو دوستانو کې د خوراک یا څښاک په حالت کې وویني،نو په شعرونو وئيلو سره ورپورې ملنډې وهي.
له بل پلوه ددې انکار هم نشي کیدلی چې په کم عمرئ کې به د ماشومانو دسلامتیا لپاره روژه ساتل تاواني وي،دا داسې چاره ده چې په سورئې کې د ولسی کلتور یو څيړاند جمال محبک په سورئې کې د ماشومانو د روژه ساتنې د دودیدا درودې په باب وائي ؛ دغه روده د ؛کونترې مرحلې ؛نومیږي.د ماشومانو د روژې ساتلو ده روده له سړیو څخه دتقلید امکان او دروژې ساتنې لپاره دوي ته چمتووالی ورزده کوي. دوي له خپلو همځولو له ملنډو خوندي ساتي او همداراز دوي ته دبدنې تاوانونو د رسیدا مخه نیسي.
د ماشومانو په دغې رودې کې د خپل طاقت اوقدرت په اساس ،له غرمې، ماسپښين،او مازدیګره تر مخکې پورې له خوراک او څښاک څخه ډډه کوي او وروسته بیا خوراک څښاک کوي. هغه ماشومان چې تر سهار ناشتې پورې روژه ساتي ،په اصطلاح کې د مرغیَو د دبچیانود مرحلې روژتیان نومیږي.هغه ماشومان چې تر ماسپښین پورې روژه وساتي ،هغه د کونترې دمرحلې روژتیان او هغه ماشومان چې تر مازدیګر پورې د روژې د ساتلو طاقت ولري، د هوسئ د مرحلې روژتیان نومیږي.
د حقوقو او قانون د حوزې یو څیړاند او کارپوه جمیل ترمانینی په وینا،د روژه ساتنې دغه روده له ماشومانو سره په د مهربانۍ له لازموالي سره هیڅ ډغره نه لري،ځکه چې د روژه ساتنې د تجروبې د امکان ترڅنګ دوي ته مسئولیّت منل هم ورزده کوي ،یوه داسې چاره چې د ماشوموالي په ژوند کې یوه مهمه برخه ګڼل کیدلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4128160