د قرآن کریم د یو اویایمې سورې نامه ؛نوح؛ ده. دغه سوره په 28 آیتونو سره د قرآن کریم په نهه ویشتمې سپارې کې واقع ده . نوح سوره یوه مکي سوره ده او د نزول په ترتیب کې یو اویایمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.
حضرت نوح علیه السلام یو خاص الهي پيغمبر دی او په یوه الهي پیغمبر ددغې سورې د نومولو علت دهغه د کیسې د بیانولو په دلیل دي. دغه سوره د هغو پروګرامونو او حق او باطل د پلویانو ددایمي مبارزې یو انځور دی چې د حق پلویان ئې باید پخپلې لارې کې اجرا کړي.
دحضرت نوح(ع) او دهغه د قوم کیسه د قرآن په مختلفو سورو کې ذکر شوې ده ،خو هغه څه چې په نوح سورې کې راغلي دي ،د هغه د ژوند هغه خاصه کیسه ده چې په بل ځاي کې په داسې شکل نه ده بیان شوې . په دغې سورې کې د توحید په لور د حضرت نوح دوامداره بلنه او ددغې بلنې او له خپل کینه کښ قوم سره دحضرت نوح د چلندڅرنګوالی چې د ایمان راوړلو ته حاضرنه ؤ،بیان شوی دی.
له خپل قوم سره دحضرت نوح علیه السلام کیسه د حق او باطل د نښتې او د مخالفانو ددریځو او پر مځکې د الهي بلنې له تجروبو د یوې تجروبې په توګه بیان شوې ده. په همدې مناسبت ورته د ؛نوح ؛نامه غوره شوې ده.
د نوح سورې دریم آیت؛ آَنِ اعْبُدُوا اللَّـهَ وَاتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ؛دخداي عبادت وکړئ او له هغه څخه پروا(ویره) ولرئ او زما اطاعت وکړئ:،د حضرت نوح علیه السلام د بلنې درې واړه اصول بلل شوي دي.د آیت لومړئ برخه، آنِ اعبدُو الله ؛ د خدای په نسبت د نوح د قوم د پيژندګلوۍ نښه ده، خو دوی دخدای د عبادت په ځاي د بتانو عبادت کاوه؛ په همد دې دلیل په عبادت کې توحید ته په بلنې کې د نوح د بلنې اول اصل معرفي کوي. دوهم اصل د ؛ وَ اتَقوهُ؛ له عبارته اخستل شوی او له ګناهانو د لیریکیدا او دهغو په مقابل کې د خو او غوره کارونو ترسره کول دي. دریم اصل هم ؛ وَ اَطِیعُونِ؛دی چې دا له نوح څخه اطاعات ، دهغه دپيغمبرئ د مقام تائيد او له هغه د دیني تعلیماتو زده کول بلل شوي دي.
په دغې سورې کې دحضرت نوح علیه السلام نصیحتونه او سپارښتنې ،پر الهي تقوا او له خداي او دهغه له پيغمبرڅخه پر اطاعت ټينګار، د خدای د نعمتونو او د توحید د نښو نښآنو شمیرل، داعتقادي ،اخلاقي او اجتماعي اصولو بیانول او د حضرت نوح د غوره دعاګانو او دهغه د غوښټې طریقه بیان شوې ده.