IQNA

د قرآن سورتونه/۹۵

په غوره توګه د انسان خلقت

14:03 - August 02, 2023
د خبر لمبر: 3487725
ایکنا – (تهران) خداى پاک د قرآنکريم په ځينو آيتونو کې اشاره کړې ده، چې انسان يې په غوره حالت کې پيدا کړى دى، خو دا انسان چې بايد په خپل ځان کې له هغو استعدادونو څخه چې په هغه کې شته، ښه ګټه پورته کړي.

د قرآنکریم پنځه نوییم سورت د "تین" په نوم یادېږي. دا سورت چې اته آيتونه لري، د قرآنکريم په دېرشمه سپاره کې ده. "تین" چې یو له مکي سورتونو څخه دی، د نازلېدو په ترتیب کې اته ویشتم سورت دی، چې د اسلام پر پیغمبر (ص) نازل شوی دی.

د تین (انځر) په توګه د دې سورت نومول د دې لپاره دی، چې په لومړي آیت کې پر هغه باندې د خدای قسم دی.

د تین سورت یو له هغو سورتونو څخه دی، چې په قسم سره پیلېږي، او خدای په څلورو شیانو (انځر، زیتون، د طور او سینا ځمکه او د مکې ښار) قسم کوي. انځر یو ځل او زیتون شپږ ځله په قرآنکریم کې ذکر شوی دی.

د تین سورت اصلي تمرکز د قيامت مسئله او د آخرت ثواب بيانول دي. د تین سورت د قیامت د راتلو، د خدای حساب کتاب او د آخرت د اجر په اړه خبرې کوي. لومړی د انسان پیدایښت ته په خورا مناسب شکل اشاره کوي او بیا دې ټکي ته اشاره کوي، چې ځینې خلک په خپل اصلي فطرت کې پاتې کېږي. خو ځینې بیا تر ټولو ټیټ مقام ته رسېږي. له همدې امله د انسانانو پيدايښت د الهي فطرت او "احسن تقویم" (غوره حالت) پر بنسټ ولاړ دی، خو انسانان په دوو ډلو مؤمن او کافر وېشل کېږي.

خدای پاک څلور قسمونه یاد کړل، چې ووایي انسان یې په هر لحاظ وړ او مناسب پیدا کړی. خو هر انسان د خپلې ودې او استعداد له مخې، دا وړتیا لري چې لوړ مقام ته ورسېږي او د خپل رب په نزد، او له خوښیو او نېکمرغیو څخه په ډک ژوند کې له بدبختیو او ظلمونو څخه پرته خوند واخلي.

ځينو مفسرينو د "احسن تقویم" عبارت په ځوانۍ کې د انسان د قد او بدن د ټينګښت او د انسان د پيدايښت ټينګښت او "اسفل سافلين" په بوډاتوب کې د انسان ضعف او کمزوري ګڼلى ده، خو د سورت شپږم آيت ته په کتو چي مؤمنان او صالحو عمل کوونکي اسفل سافلين" ته له لوېدو څخه استثنا کوي، دا نظر نه منل کېږي.

د دوو کلمو "تین" او "زیتون" په اړه هم مختلف نظریات وړاندې شوي دي. ځينو مفسرينو دا د عربو دوه غوره خواړه ګڼلي دي. ځینې ​​نور بیا د تین او زیتون دوه جوماتونو ته اشاره ګڼي، چې یو یې په شام ​​(سوریه) کې او بل یې په بیت المقدس (فلسطین) کې دی او یا دوه غرونه (تینا او زیتا) دي، چې په دغو دوو سیمو کې موقعیت لري.

ځينو بيا دا دواړه هم ګڼلي دي، چې د "تور سينين" او "بلد امين" د شتون له امله، چې په سوريه کې ځايونو ته اشاره کوي او د حضرت عيسى (ع) د پيدايښت او ژوند سره تړاو لري.

اکثرو مفسرینو "طور سینین" د سینا غر (هغه ځای چې موسی علیه السلام د خدای سره خبرې کړې وې) او "بلد امین" په عربستان کې مکه ګڼلې ده.

کلیدي کلمې: د قرآن سورتونه، قرآن مجید، 114، تین سورت، په قرآن کې ذکر شوي خواړه، دانسانانو استعداد

captcha