بې شکه د خوړو او څښاک په څير له چاپيریالی ضرورتونو وروسته د انسان یوه ترټولو اساسی اړتیا مینې او محبت ته اړتیا ده ، انسان فطرتا محبت ته اړتیا لري او له مینې سره ګروهنه لري.
مینه او محبت د انسانانو ترمینځ د پيوستون او پيوند د رامینځةکیدا عامل دی او که دا نه وائ، نو د انسانانو ترمینځ کومه رابطه نه شوه ټينګیدلی ، هیڅ یو انسان د بل د ژوند او مسئولیټ پيټی په غاړه نه اخست، هیڅ ډول برابري او له ځانه تیریدا به نه وه رامینځةشوي . له بل پلوه په دیني روزنې کې د مینې ځواک ، دبدلون رامینځةکونکی ځواک دی او که په سمه او انصاف سره وکارل شوي ،نو د کمالی تربیّت په پوره کیدا کې حیرانونکي اغیزې لري.د محبت او مینې ځواک له روزنیز پلوه یو لوي او کارنده ځواک دی او ترټولو ښه تربیت دا دی چې له رودې پرته تحقق ومومي ، خداي تعالی خپل پيغمبر د مینې او عشق په رودې پوښلی ؤ او هغهه بزرګوار په خلکو او دیني روزنې کې په دغه ډول رودې سره بریالی شو.
ابته دا ټکی باید هیر نشي چې په روزنې کې دمینې او محبت روده له دې امله ده چې محبت اطاعت راوړونکی دی او د ملګرتیا او یوشان والي سبب کیږي . په حقیقت کې د مینې محبت او اطاعت ترمینځ رابطه موجوده ده او د محبت په پنځيدا سره اطاعت هم یو رنګ پیدا کوي. په دې معنا چې هر چا محبت د انسان په زړه کې ځاي ومومي ، نو اسنان د هغه مطیع او پیرو کار کیږي او د هغه له غوښتې اطاعت کوي او سرغړونه ترې نه کوي. پر دې اساس د انسان په روزنې کې دمحبت د رودې په څیر هیڅ یوه روده او طریقه مؤثره نه ده او د تربیت او روزنې ترټولو ښه روده ، د مینې په ځواک سره کارندوالی پيدا کوي. د مینې او محبت ځواک له روزنیز پلوه لوي او کارنده ځواک دی او ترټولو ښه تربیّت دا دی چې په دغې رودې سره تحقق ومومي.
حضرت موسی علیه السلام له خپل قوم سره ډير محبت وکړ، تردې چې د دوي دنجات لپاره ئې د هغه مهال له حکومت سره چې کوم کمزوری حکومت نه ؤ ښکیل شو. د بین اسرائيلو له ژغورنې وروسته هم د دوي د پلمو او کړؤلو اواذیت کولو په وړاندې هم په مینې او محبت سره چلند وکړ.
دهغه مینه ناک چلند په قرآن کریم کې انعکاس درلودلی دی.
په حقیقت کې ددغې رودې د اعمالیدا یوه لاره، دا ده چې روزونکی په جوت ډول له تربیّت شوني سره صمیمي رابطه ټينګه کړي او ورسره مینه ناکې خبرې وکړي ، لکه چې فرمائيلي ئې دي .(یاقوم؛ اې د ماقومه !) چې په کرتو د حضرت موسی د جملو په سر کې راغلې ټکی دی اوی ا د دغه عبارت کارول چې ( ربی و ربکم؛ زما پروردګار او د تاسو پروردګار ) د الله او رب د کلمې په ځاي چې ټول ددواړو لورو د یکي یوه برخلیک ښودنه کوي او دهمدردئ اوتفاهم فضا رامینځةکونکی دی. ددغې رودې مثال په طه سورې کې راغلی دی چې فرمائي؛ َرَجَعَ مُوسى إِلى قَوْمِهِ غَضْبانَ أَسِفاً قالَ یا قَوْمِ أَ لَمْ یَعِدْکُمْ رَبُّکُمْ وَعْداً حَسَناً أَ فَطالَ عَلَیْکُمُ الْعَهْدُ أَمْ أَرَدْتُمْ أَنْ یَحِلَّ عَلَیْکُمْ غَضَبٌ مِنْ رَبِّکُمْ فَأَخْلَفْتُمْ مَوْعِدِی؛ ائ د ماقومه! مګر د تاسو پروردګار د خپل قوم په لور د خپه او غوسه موسی ستنیدا ته د نیکئ وعده ورنه کړه ؟ آیا له تاسو زما د جدائۍ موده اوږده شوه ،یا مو غوښتل د تاسو د پروردګار غضب پر تاسو نازل شي چې زما له وعدې مو سروغړاوه. (طه-۸۶)