IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/۳۳

په قرآن کې د حضرت موسی په کیسې کې دالهی نعمتونو یادونه

7:33 - October 24, 2023
د خبر لمبر: 3488160
ایکنا-(تهران) خداوندکریم انسان ته ډير زیات نعمتونه ډالۍ کړي دي،خو غفلت او لټي هغه لوي آفت دی چې انسان ئې له ځان سره مخ کړی دی.د نعمتونو یادونه یوه ډيره اغیزشیندونکي روزنیزه روده ده چې د بشریّت لوي روزوننکي یعني،خدای تعالی او پيغمبرانو ورڅخه په پراخ ډول استفاده کړې ده.

یو هغه مورد چې معمولا انسانان ورسره لاس او ګریوان دي،او ځیني  ورته توجه نه کوي، دخداي له یاد او دهغه له نعمتونو څخه غفلت او لټي ده او همدغه چاره په ګناه کې د دوي دغرقیدو لامل کیږي،په حقیقت کې باید ووئيل شي چې ګناه له غفلته ده او دا څه غفلتونه راپنځوي، یادونه دایمي ده.پردې اساس تذکر او یادونه په تربیّت کې اساسی رول لري.او له داسې ځائيګي برخمنه ده  چې د عبادت د هدف په توګه یادول کیږي،  ځکه چې ذکر دی  چې زړه  روښانه کوي.

خداوندمتعال انسان ته ډير پراخ نعمتونه ورکړي دي،خو غلفت او لټي او هیریدا داسې لوي آفتونه دي چې انسان ئې له ځان سره بوخت کړی دی.د نعمتونو یادونه یوه ډيره اغیزشیندونکي روزنیزه روده ده چې د بشریّت لوي روزونکي یعني،خدای تعالی او پيغمبرانو ورڅخه په پراخ ډول استفاده کړې ده.د نعمتونو یادول د مخاطب له تیر وخت سره اړوندیږي ،یعني باید له مخکې داسې نعمتونه ورکړل شوي وي څو  وروسته د تذکر په مقام کې ، هغه نعمت یاد شي. اصولا د الهی نعمتونو ذکر او قوم ته ئې ورښودل هغه هم هغه قوم ته چې د پیغمبرانو دالهي رسالت منکر  وي، له خداوندمتعال سره د عشق او مینې د رامینځةکیدا او په نهایت کې  د خالق په قدرت او عظمت دپوهیدا سبب کیږي.

روزونکی په تذکر سره چې کله په یوې خبرې سره او یا په یوې اشارې  او معنادار حرکت  او پوهیدا سره په یوه دوامدار اوا هدفمند پروګرام سره تحقق مومي، روزل شوی  کس  پوهولی شي.

حضرت موسی(ع) په ډيرو موردونو کې الهي نعمتونه یاد کړي دي او په بني اسرائيلو کې  ئې د مننې او ستاینې زمینه برابره کړې ده ، څو  پخپل قوم کې ،هغه واقعیّت ته  ګرونه وغوړیږي،  چې  په انسانانو کې په خدادادي بڼه  وي.

۱ ؛  د فرعون په وړاندې

  حضرت موسی دخپل رسالت په لومړني  ګام کې مامور کیږي  له خداوندمتعال  له پلوه د فرعون په لور حرکت وکړي. فرعون  حضرت موسی (ع) ته وائي؛ قَالَ فَمَنْ رَبُّكُمَا يَا مُوسَى؛ فرعون ووئيل د تا پروردګار څو ک دی ، ائ موسی؟ (طه = ۴۹)

حضرت موسی علیه السلام  د فرعون له دې پوښتنې وروسته ،د هغو نعمتونو په واسطه چې خداوندمتعال  انسان ته ورکړي دي ،معرفي کوي، وې ویل،  د مونږ پرودرګا هغه څو ک دی چې  هر یوه موجود ته ئې  هغه څه  د هغه د پنځون لازمه ده ورکړي دي. ،بیا ئې هدایت کړ ی دی.  هماغه خداي تعالی چې  مځکه ئې د تا لپاره او  د آرامښت ځاي وګرځوله ،  او  پکې ئې لارې جوړې کړې او له آسمانه ئې اوبه راولیږلې : چې  له هغو سره ډول ډول  بوټي  له خاورو راوټوکیدل(طه -۵۰ او ۵۳)

۲ د بنی اسرائيلو په وړاندې

د فرعون له نابودئ او د بنی اسرائيلو له نجات وروسته  او د  ځپلواکۍ  او آزادۍ له نعمته د دوي برخمنیدا چې   آزادي او امنیت  ترټولو لوي الهي نعمتونه  او  له نورو نعمتونو څخه د استفادې زمینه جوړونکي دي،دادی اوس  خداوند هغه نعمتونه چې  ددغه قوم لپاره آسان دي  دوي ته ئې یادونه کوي؛  ائ بنی اسرائيلو ما تاسو د  تاسو د دښمن  له منګولو وژغورلئ ؛ او د طور غرۀ  په ښي پلوۀ،  له تاسو سره وعده کوو او ؛ ما ؛ طبیعي ګبین  او سلوا، یعني د خاص مارغۀ غوښه پر ت اسو نازله کړه ـ(طه- ۸۰)

captcha