IQNA

هغه باغونه چې د وَنو لاندې ئې سترې ویّلې بهیږي

14:56 - February 13, 2024
د خبر لمبر: 3488707
ایکنا- که څه هم د بهشت ښکلا د قیاس وړ نه ده ،  خو  په عین حال کې  قرآن کریم دا  په دغې نړۍ کې یو ډیره په زړه پورې داسې منظره تشبیه کوي، چې تل شنه او تانده ده اود ماڼیو  لاندې او د د باغونو او په مینځ کې د رڼو اوبو  نهرونه او ويّلې بهیږي.

د قرآن کریم ډیر آیتونه  د بهشت او بهشتیانو  د ځانګړنو  انځورولو ته مخصوص دي، د بهشنت بې نظیره  منظره ،د زړه راکښونکي  باغونو په معنا بلل کیږی چې د هغو د ودانیو او ماڼیو او وَنو لاندې  نهرونه بهیږي، د مثابل به توګه  په بروج سورې کې خداوندمتعال فرمائي  ، إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ  ذلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِيرُ؛ بې شکه هغه کسان  چې ایمان ئې راوړی  دی او غوره کارونه ئې کړي دی ، هغه جنتونه چې  د( وَنو ) لاندې ئې  نهرونه بهیږي، دهغوي لپاره ځانګړي دي، دا دی لویه کامیابي  (بروج: 11).

په آل عمران سورې کې لولوو،؛  لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نُزُلًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ لِلْأَبْرَارِ؛    البته دوي  چي  الهی تقوا یي غوره کړېده،د هغوي لپاره هغه باغونه دي  چې د وَنو لاندې ئې  نهرونه روان دي او په هغو کې به تل پاتې وي ،  چې داد خدای تعالی له خوا  میلمه پالنه ده  او هغه څ ه چې د خداي په نزد دي ، د نیکو خلکو لپاره لا غوره او ښه دي . آل عمران سوره ؛198).

 جنت او بهشت دنیا ته دتشبیه  په مقام کې شنو باغونه او وَنې بلل شوي دي .لکه چې په نبا ء سورې ۱۶ آیت کې وئيل شوي دي ؛ او پر وَنو باغونه  دي ، جنت په دې دلیل جنت نومول شوي دي ، چې  په هغو   په باغونو کې ټوله ديرې وَنې  دي چې د هغوی سیوری   د بهشت فضا او مځکې ئې په عمومی توګه پوښل شوې ده .  دغه سیوري ي، د هغو د همیشنیو میوو په څير  ده او  د ځينو دنیاوي وَنو په څیر نه دي ، چې  په ځينو کې  ځينو ما ډلونه بې میوې وي یا پانې ئې خزان وهلې وي او وريژیږي. په دې خاطر  فرمائي ؛  أُكُلُهَا دَائِمٌ وَ ظِلُّهَ؛    د هغو میوې او سیوریه همیشنۍ ده .( د رعد سوریه  (؛ 35) 

په دغو آیتونو کې د بهشت په بیانولو کې متقیان په دغو  ډيرو باغونو کې د ډيرو نعمتونو  د چینو، او ډنډونو  د شتون خبر ورکوي.  

captcha