IQNA

په قران کریم کې د رمضان میاشت ځانګړنې

8:20 - March 14, 2024
د خبر لمبر: 3488877
ایکنا- د رمضان ټکی  په قرآن کې یو خل ،هغه هم د بقرې سورې په 185 آيت کې  کارول شوی دی او خداوندمتعال  ددغې کلمې په باب یو لړ توصیفات  بیان کړي دي  چې  په هغو کې د قرآن نزول  شامل دی.

په قرآن کریم کې د رمضان کلمه یو ځل راغلې او  هغه هم په دغه آیت کې یعني ؛ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ  فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ  وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ»(بقره: ۱۸۵) ؛(روژه ،په څو محدودو ورځو کې ) د رمضان میاشت ده ، داسې میاشت چې د خلکو د لارښونې ، د هدایت   دنښو نښانو او د حق اوباطل ترمینځ د توپیر لپاره  په دې کې نازل  شوی دی. پس له تا هغه څوک چې  په روژې میاشتې کې  وس ولري ، روژه وساتي ! او هغه څوک چې ناروغه دی اویا په سفر کې دی ،ددې په ځای په بله ورځ روژه وساتي ، خداوند  د تاسو راحتي او آسانتیا غواړي، نه د تاسو زحمت او مشکل؛  هدف دا دی چې  دغه ورځې  بشپړ کړئ، او خدا په دې چې  تاسو ئې هدایت کړئ لوي وګڼئ او د هغه شکر وکړئ ::::

د بقرې سورې د ۱۸۵ آيت په اساس،  د روژې میاشت هغه میاشت ده چې قرآن کریم پکې نازل شوی دی او لکه څنګه ده میاشت راورسیږي،نو  پر هر هغه چا کې د بلوغت عمر ته رسیدلی دی ، روژه ساتل واجبیږي. په دې باب چې  په رمضان میاشت  کې د قرآن نزول څرنګه  شوی دی ، اختلاف شته دی . ځیني د قرآن نزول   په دغې میاشتې کې په بیت المعمور یا  ددنیا پر آسمان  د قدر په شپه  په یوځای   ګڼي  چې وروسته سوک سوکه پر پیغمبر اکرم هم نازل شو.  د یوه بل نظر په اساس،   د روژې  دمیاشتې په قدر شپې کې  دقرآن نزول پیل شوی دی.ځکه د بقرې سورې د ۱۸۵ آيت په اساس بلوغت ته ټول رسیدلي کسان باید په دغې میاشتې کې روژه وساتي .

که څه هم د رمضان ټکی په قرآن کې یو ځل کارول شوی دی، خو  ددغې میاشتې د روژې په باب  ددغې  میاشتې له یادولو پرته ، په ډيرو موردونو کې ورته اشاره شوې ده. د مثال په توګه خداوندمتعال  د بقرې سورې په ۱۸۳ آیت کې فرمائي؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ»(بقره:183) ؛ ائ هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی ، پر تاسو روژه لیکل(فرض) شوې ده ، هماغه شان  چې لکه چې له تاسو پر مخکې کسانو فرض شوې وه.؛ څو پرهیزګاره شئ ، د روژې د  واجبیدا حکم بیانوي  او وائي ، دغه حکم  مسلمانانو ته مخصوص نه  دی او پر  مخکې امتونو هم  واجب شوی دی او په پاي کې ، د روژې نتیجه  الهی تقوا پيژني . بیا  د بقرې سورې په ۱۸۴ آیت کې فرمائي؛ أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ» که  مخصوصې ورځې (باید روژه وساتئ) او هر هغه څوک  چې بیمار دی او یا مسافر دی ، د همدغه شمیر هومره  په نورو ورځو کې روژه وساتي ، او هغه کسان  چې  د روژې توان نه لري،(لکه ناروغه مومن او بوډا سړی او بوډا ښځه) لازمه ده   کفاره ورکړي؛ مسکینانو ته خواړه ورکړي  او  هغه څوک چې ښه کار وړي ،د هغه لپاره لا ښه ده ؛ او  د تاسو لپاره روژه ساتل  لاښه دي که پوهیږئ)، درې ډلې کسان  مستثنی کوي،  لومړی  ناروغ ، دوهم مسافر او دریم هم بوډاګان.  او ل او دوهمه ډله کسان  له صحت مند کیدا  وروسته او د سفر له ختمیدا پسې ، باید  په قضا ډول روژه وساتي ،ؤ خو دریمه ډله یوازې د روژې کفاره  ورکولو ته پابنده دی ، یعني 750ګرامه غنم یا دهغه په څير نوره غله  کفاره ورکړي.

captcha