IQNA

د عرفي د شپې  او ورځې عملونه او دعاګانې

7:41 - June 16, 2024
د خبر لمبر: 3489388
ایکنا – په متاتیح الجنان کتابت کې د عرفې د ورځې او شپې لپاره  یو ل اداب او اعمال ذکر شوي دی چې په هغو عمل کول مونږ سره  ددغې لوئې  او مبارکې ورځې  له برکتونو  په لازیات ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي.

ایکنانیوز – د غبرګولې د میاشتې  ۲۷ نیټه  چې د ذی الحجې  له اومې نیټې سره برابره ده ، د عرفې ورځ ده . داسې ورځ چې حضرت امام حسین علیه السلام  د عرفات په صحرا کې  په زړه پورې مناجاتو سره درسته نړۍ تراغیزو لاندې راوسته . په مفاتیح الجنان کتاب کې دعرفې د شپې او ورځې لپاره یو لړ اعمال او اداب ذکر شوی دي چې ورباندې عمل کول  له مونږ سره  ددغې بزرګوارې ورځې د لازیاتو برکتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي.

د عرفې شپه  

1        یوه داسې دعا چې په دغه عبارت سره پیلیږي؛ اللّهُمَّ یا شاهِدَ کُلِّ نَجْوى وَ مَوْضِعَ کُلِّ شَکْوى وَ عالِمَ کُلِّ خَفِیَّةٍ وَ مُنْتَهى کُلِّ حاجَةٍ یا مُبْتَدِئاً» روایت شوي دي هرڅوک دا  دعرفې په شپې یا د جمعې په شپې  ولولي  خداي پاک هغه بخښي.

2         (د کفعمي په قوله) تسبیحات عشر چې د عرفې  د ورځې په اعمالو کې راغلي دي،  زر ځله ولوستل شي.

3        د ؛اللّهُمَّ مَنْ تَعَبَّاَ وَ تَهَیَّاَ»  دغا چې  د عرفې په شپه او ورخې او دجمعې په ورځې  هم وارده شوې ده ولوستل شي.

4            د حضرت امام حسین علیه السلام  زیارت  ولوستل شي.

 

د عرفې ورځ     

د ذی الحجې نهمه ورځ  یعني د عرفې ورځ د یوه لوي اختر ورځ ده ،که  څه هم  د اختر په نامې سره نه ده بلل شوې  او  داسې ورځ ده چې  خدا وندمتعال خپل بندګان  خپل عبادت او اطاعت ته بللي دی  او  د خپل جود او احساس  دسترخوانونه ئې د دوي لپاره غوړولي او دنورو ورځو په نسبت په دغې ورخې شیطان  لا خوار او شړل شوی او لا غوسه  شوی دی.

روایت شوي دي چې  حضرت امام زین العابدین علیه السلام  دعرفې په ورخې  د یوه سوال کونکی  غږ واورید، چې له خلکو د مرستې غوښته ئې کوله،  هغه ته ئې وفرمائيل؛ واې پر تا ، آیا په دغې ورځې له خدای پرته له بل چا غوښته کوې؟، او حال دا چې  د مور په رحم کې  د بجیانو لپاره  پ دغه ورځ امید پیدا کیږي چې د خداي په فضل کې شاملیږي او نیکمرغه کیږي  ؛ او  ددغې ورځې لپاره څو عملونه وارد دی.

1        غسل  چې مستحب دی او له نیمې ورځې تر مخکې پورې ترسره کیږي.

2        د حضرت امام حسین علیه السلام زیارت  چې  له  له زرو حجونو او زرو عمرو او له زرو  جهادونو لا برلاسه دی  او  په دغې ورځې د هغه بزرګوار د زیارت   د فضیلت په زیاتوالی کې پرله پسې حدیثونه شته دي  او که څوک توفیق ولرل شي ، په دغې ورځې  د حضرت امام حسین علیه السلام  دمقدسې ګنبۍ لاندې وي ،نو ثواب ئې  له هغه چا کم  نه دی چې په عرفات کې  موجود وي.

3         د مازدیګر له لمانځه وروسته  له دې مخکې چې دعرفې په دعاګانو انسان بوخت شي،د آسمان لاندې  دوه رکعته لمونځ  ادا کړي او د خداوندمتعال په نزد  پخپلو دعاګانو اعتراف  او اقرار وکړي څو دعرفات   له ثوابه برخمن شي  او د هغه ګناهانو وبخښل شي،ځکه ورځ  اوړي، د آسمان  لاندې یعني په پرانیستي فضا کې وي او د ماسپيښین و مازدیګر لمونځ  په رکوع او سجود سره ترسره کړي  او کله فارغ شي،نو دوه رکعته لمونّځ اقامه کړي . په لومړي رکعت کې له الحمد وروسته ،توحید او  په دوهم رکعت کې  له الحمد وروسته د ؛قل یا ایُهالکافرون سوره ولولي ؛ له دې وروسته څلور رکعته لمونځ ادا کړي چې په هررکعت کې له الحمد وروسته ،د توحید سوره پنځوس ځله ولولي  چې  دغه لمونځ  هماغه د امیرالمومنین علیه السلام لمونځ دی.

4        شیخ کفعمي په مصباح کې فرمائي؛  مستحبه ده دعرفې ورځې روژه دهغه چا لپاره چې کمزورتیا احساس نه کړي او د هغه ددعا مخه ونه نیسي.

5        مستحب دی له د ورځې له اوړیدو مخکې غسل او دعرفې په شپې او ورخې کې د امام حسین(ع)زیارت.

6        د حضرت رسول الله بزرګوار(ص) تسبیحات د عرفې په ورځې.

7        د توحید سوره سل ځله  او سل ځله آیت الکرسي ، او سل ځله پر محمد و آل محمد صلوات ولوستل شي ااو دغه دعا ولوستل شي؛ لااِلهَ اِلا اللّهُ وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ لَهُ الْمُلْکُ وَ لَهُ الْحَمْدُ یُحْیى وَ یُمیتُ وَ یُمیتُ وَ یُحْیى وَهُوَ حَىُّ لا یَموُتُ بِیَدِهِ الْخَیْرُ وَهُوَ عَلى کُلِّشَىْءٍ َقدیرٌ.

              https://qom.iqna.ir/fa/news/4221589

captcha