ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکوي،د ایران د نوي ولسمشر په توګه د ډاکټر مسعود پزشکیان ټاکل کیدا، په اسرائيلو کې جدي اندیښنې راولاړې کړي دي. د رززیمیت لیکل شوي په ؛پژشکیان پر اسرائیلو دباؤ زیاتولی شي؛عنوان سره مقالې کې ددغو اندیښنو په اصلی دلیلونو بحث شوی دی.د پارس ټوډې له خوا ددغې مقالې د لیکوال دلیلونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو.
1 له مقاومتي چورلیزه د ملاتړ دوام
د لیکوال په وینا، د پزشکیان له ولسمشرۍ د اسرائيلي رژیم داندیښنمنیدا یو ترټولو مهم دلیل، مقاومتي چورلیز څخه ملاتړ ته د هغه ژمنتیا ده.په هغه لیک کې چې ډاکټرپزشکیان د جولائي په اتمه نیټه د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ته لیږلی، هغه په دوام کې له مقاومته د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی. پزشکیان په دغه لیک کې لیکلی دی ؛
د ایران اسلامی جمهوریت تل د ناروا صهیونیسټي رژيم په مقابل کې د سیمې د خلکو د مقاومت ملاتړی دی. له مقاومته ملاتړ د ایران د اسلامی جمهوری نظام په اصولي سیاستونو کې، د ارواښاد امام په آرمانونو کې او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په لارښونو کې ریښه درلودلی او په قدرت سره به دوام ومومي.
2 د صهیونیسټي رژيم په ضد ایران د یرغلیزو سیاستونو نه بدلیدا
زیمیت په دې اند دی چې د مسعود پزشکیان ټاکل کیدا په اسرائيلیانو کې ددغه اعتقاد د پیاوړتیا سبب شوې ده چې د ایران نوی ولسمشر به د اسلامی ایران په سیاستونو کې محسوسیدونکی بدلون رامینځةنه کړي،هماغه شان چې یوه صهیونیسټي څیړاند حسن نصر الله ته د مسعود پزشکیان د لیک په غبرګون کې پخپلې ایکس انټرنیټي پاڼې کې لیکلي دي،؛
که چا دلته خیال کاوۀ چې د ایران نوی ولسمشر پزشکیان به،د ایران یرغلیز سیاست چې د اسرائيلو په له مینځه وړلو پسې دی بدل کړي، نو دا لیک د هغه لپاره دی.
3 دبهرنی سیاست د ټولو اړخونو په بدلولو کې د ولسمشر بشپړ اختیار نه درلودل
دغه شناندي پخپل یاددښت کې پردې ادعا دی چې د ایران په سیاسی جوړښت کې، ولسمشر لازیات په داخلی چارو کې قدرت لری او دبهرني سیاست دبدلولو لپاره یولړ محدودې توانمنئ لري. دهغه له نظره،په سیمه ایز مقاومت کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو او د قدس ځواک اوڅاره رول،په دې زمینې کې د ولسمشر توانمنۍ کموي. که څه هم دغه ادعا ډيرې تیروتنې لري، خو د نړۍ په زیاترو ډیموکراټيکو هیوادونو کې حکومت په ځان له سر د بهرنی سیاست حاکم نه دی او ملی امنیتی شوراګانې او پارلیمانونه، په دې زمینې کې د قانون جوړونې له لارې د نفوذ خاوندان دي.په هرحال لیکوال دا یو دلیل ګڼي چې د اسرائیلو په وړاندې د ایران ددریځ له بدلولو څخه د صهیونیسټي رژيم د ملاتړو امید د غوڅیدا سبب شوی دی.
4 د اسرائيلو لپاره دایران او لویدیځ د دوامدار ډائيلاګ له خطرې سره مخ شونه
د لیکوال په وینا،د مسعود پزشکیان په ولسمشرۍ کې د اسرائیلو لپاره یوه بده نښه، ایران د خارجه وزیر په توګه د پخواني مرستیال خارجه وزیر او پخواني ایټمي مرکچي عباس عراقچي د منصوبیدا احتمال دی. دغه منصوبیدا ممکنه ده،له لویدیځ سره د ډيپلوماټيک ډائيلاګ د بیرته پیلیدا لپاره او د ایټمی موضوع په باب د سیاسی حل لارې د ترلاسه کیدا لپاره امیدونه زیات کړي.داسې شی چې د اسرائيلو په تاوان دی.ددغه نظر به اساس، که داسې کومه ټاکنه غوره شي چې له لویدیځ سره خبرې نه کوي، اسرائيل په آسانۍ سره نړیواله ټولنه قانع کولی شي چې له ایران سره خبرې اترې هیڅ ګټه نه لری ااو باید په اسلامی ایران لازیات دباؤنه واچول شي.
5 د ایران په ایټمي او پوځي پروګرامونو اندیښنې
ددغې مقالې په اساس په ایټمی پروګرام کې د ایران پرمختګونه او همداراز دپرمختللی پوځي سسټمونو پراختیا،د اسرائیلو د رژيم لپاره سټراټژيکې اندیښنې رامینځةکړي دي.په دغو اندیښنو کې د ایران په ایټمي پروګرامونو کې پرمختګ،د لرواټنه توغندیو پراختیا، پرمختللی ډرونز شاملیږي. د حزب الله ، دفلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس او اسلامی جهاد په څير د سیمه ایزو مقاومتي غورځنګونو څخه د ایران دوامدار ملاتړ هم ،د اسرائيلي رژيم دامنیت لپاره یو جدي ګواښ حسابیږي.
له دغو چارو څه نتیجه اخستلی شو.؟
د ایران د اسلامی جمهوریت د نوي ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان ټاکل کیدا په اسرائیلو کې د اندیښنو د زیاتیدا سبب شوي دي. مقاومتي چورلیز څخه د ډاکټر پزشکیان ملاتړ، د اسرائيلو په ضد دایران دیرغلیز سیاستونو دوام سره د نوي ولسمشر ملګرتیا او د ایران ایټمی اوپوځي پرمختګونه او همدارازد ایران او لویدیځ د اړیکو پراختیا، ټول هغه عوامل دي چې د اسرائیلي رژيم امنیتی اندیښنې ئې لازیاتې کړي دي.