حضرت آدم لومړنۍ الهی پیغمبر او د بشر پلار دی چې قرآن هغه ۲۵ ځله یاد کړ ید او د هغه خلقت او د هغه ژوند ئې ارزولی دی.
حضرت آدم علیه السلام د ابوالبشر، خلیفة الله،صفی الله،ابولوری،ابو محمد او معلم الاسماء په څيرلقبونه ورکړل شوي دي.د آدم د ماندنې نامه په قرآن کې په جوت ډول نه ده اخستل شوې،خو په تفسیرونو او روایتونو کې هغه ؛حوا؛ بلل شوې ده. ځيني په دې اند دي چې په قرآن کریم کې حوا د آدم له جنسه او یا د له هغو باقي پاتې خټو څخه چې آدم ورڅخه پنځول شوی، پنځول شوې ده څو له هغه سره انس ولري. قرآن کریم په دې باب فرمائي؛ خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا...؛ تاسو ټول له یوه انسان څخه وپنځول شوئ؛ او د هغه له جنسه وپنځول شو...... (نساء/1).
د روایتونو په اساس حوا په شلو ځلونو کې څلویښت بچیان زیږولي دي.هر ځل ئې یو زوی او یوه جینۍ،بچیان اول ؛قابیل؛ او ؛اقلیها؛ او دوهم ځل بچیان؛هابیل؛ او؛لوذا؛ وو.پروردګار د آدم نسل د دوي په برکت او شمیر سره ډير کړ او هغه ته ئې اوږد عمر ورکړ.
حضرت آدم، هابیل خپل جانشین کړ او دا چاره د قابیل د حسد او کینې سبب شوه. په نتیجې کې هابیل خپل ورو وواژه.
خداوند کریم، آدم ته د ؛هبة الله؛ په نامه یو بل زوی ورکړ.حضرت آدم په پټه هغه خپل جانشین کړ او د نبوت رازونه ئې هغه ته وسپارل. قرآن کریم د آدم د بچیانو د وادو په باب فرمائي؛ وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا ونساء ...» او له هغوي دوه سړي او دوې ښځې پر مځکې خورې ورې کړي.(نساء/۱)
د آدم د بچیانو د نسل او بچیانو د زیاتیدا په باب له یوه بل سره ډيرې خبرې شته دي.ځيني مفسران په دې اند دي د آدم او حوا بچیانو له یوه بل سره وادونه کړي دي.له همدې امله په هغه مهال کې له محرم سره د وادونو په توجیه کې وئيل کیږی چې دغه کار په هغه وخت کې روا او مباح ؤ او له هغه وورسته حرام شوی دی.
لرغون پيژاند په دې اند دي چې انسان په پیل کې په بین النهرین ښارونو کې ئې ظهور کړی دی.په نیپ پورښار کې د بین النهرین په شمال ختیځ کې واقع شوی،خاورین لوخي کشف شوي چې د آدم او حوا څيرې ورباندې نقاشي شوي دي . ځيني د هندوستان په جنوب کې د سراندیپ (سیلان یا سریلانکا) غر د حضرت آدم د اوسیدو او نازیلیدا(هبوط ) او جده هم د حوا د اوسیدو(هبوط) د ځاي په توګه ګڼي.