IQNA

د الهي پیغمبرانو پيژندګلوي

حضرت ابراهیم علیه السلام

10:57 - August 01, 2024
د خبر لمبر: 3489620
ایکنا - حضرت ابراهیم علیه السلام په خلیل یا خلیل الرّحمن ملقب ؤ او د  تارح یا تارخ زوی  او له حضرت نوح څخه وروسته دوهم اولوالعزم پیغبمر دی. درې الهي او توحیدي دینونه له ایراهیم علیه السلام سره منسوب دی او په همدې علت ابراهیمي دینونه بلل کیږي.

د آزر ،یا تارح یا تارخ زوی په خلیل یا خلیل الرَحمن مشهور حضرت ابراهیم  له حضرت نوح علیه السلام وروسته  دوهم  اولوالعزم پیغمبر دی او  د ابراهیم  د بچیانو د توحیدي دینونو پيغمبرانو  د هغه د زوي اسماعیل له لارې د عربو لوي نسل او هم د بنی اسرائيلو  نسل د هغه د بل زوي اسحاق  له لارې شمیرل کیږي. (انعام، 84 تا86)  او په همدې مناسبت  هغه  دابوالانبیاء ( د پيغمبرانو د پلار ) لقب ورکړل شوی دی.درې توحیدي دینونه په ابراهیم پسې منسوب دي او په همدې دلیل ابراهیمی دینونه بلل کیږي.

 دهغه مور ؛املیه یا ؛ یونا ؛ او یا ؛عوشاء؛ نومیدله. د هغه زیږون د  1990کاله تر  2000  ق م ترمینځ په کلونو کې  دی . لازیات څيړاند  شوش یا د بابل ټاټوبی او حران د حضرت ابراهیم علیه السلام زیږنځاي بولي. د هغه نامه په یهودی مسیحي سنت کې ابراهام او  ابرام تلفظ کیږي.

حضرت ابراهیم(ع) کعبې بنسټګر او د داسې نورو ډيرو سنتونو بنیاد کیښودونکی دی چې په توحیدي دینونو کې خوندی پاتې شوي دي. د قرآن  کریم څوارلسمه سوره د هغه په نامې ده او  دقرآن کریم په ۲۵ سورو کې د  ابراهیم او دهغه چلند او ګفتار ته اشاره شوې ده. په مریّم سورې کې د ابراهیم او دهغه د پلار  دمجادلې  خبره شوې ده او د انعام سورې  په ۷۴ ایت کې روښانه شوې ده چې  هغه  د خپل پلار آزر  له بت پرستۍ سره  مخالف ؤ خو  د هغه پلار د ابراهیم د بلنې په ځواب کې چې  هغه ئې سمې لاره ته باله ، هغه وګواښه او له ځانه ئې لیرې کړ.  له بیا بیا شخړو او نښتو وروسته  بلاخره آزر  ابراهیم سره ژمنه وکړه چې پلار دې ایمان راوړي . په همدې سبب حضرت ابراهیم  هم  پلار  ته وعده ورکړه چې که ایمان راوړي ، نو  له خداوند متعاله به د هغه د بخښلو غوښته وکړي.خو لکه څنګه چې  آزر ایمان رانه وړ، نو ابراهیم هم ورڅځه بیزاری ورکړه . په انعام سورې کې 76-79 آیتونو کې هم ستورو ته له توجه څخه  سوچه توحید ته  تر رسیدا پورې د  هغه سلوک  ته اشاره شوې ده . د بقرې سورې په 260 آیت کې  راغلي دي چې ابراهیم ووئيل،  پروردګاره !ما ته راوښایه چې مردګان څرنګه ژوندي کوې؟ وې فرمائيل؛ مګر ایمان نه لرې؟ وې وئيل، ولې نه البته ددې لپاره چې زړه په آرامښت ومومي.

په قرآن کریم کې  د هغه  د روحي سلوک او ژوند  دوو مهمو پيښو ته اشاره شوې ده .لومړئ دا چې نمرود چې تل ئې له هغه سره مبارزه و شخړه کوله، بلاخره هغه اور ته  اچوي ، خو پر هغه اور ؛ګلستان؛ کیږی(بقرې سوره- 258 ، د انبیا سورې 68=69 آیتونه، عنکبوت 24 آیت،صافات 97-98 آيتونه) د هغه دوهم صادق خوب دی چې  هغه ته الهی فرمان راورسید چې باید خپل زوی اسماعیل ( او د اسحاق په یوه قول) دخدای په لاره کې قربان کړی . هغه او دهغه زوی  الهي حکم ته غاړه کیږدي، خو  دبچي له قرباني کولو لږ مخکې  خداوندمتعال  له هغه دغه قرباني قبولي  او دهغه بچی ژغوري  او ابراهیم  له الهي امتحانه سرلوړی وځي (صافات ؟ 101-107 ) 

حضرت ابراهیم(ع) او ملة(کیش او دین) هغه  په کرتو حنیف نومول شوی دی . قرآن کریم د حضرت رسول اکرم(ص) او له حضرت ابراهیم (ع)  سره د اسلام ددین  معنوي اوژور پيوند روښانه کړی دی.(آل عمران-68،حج -78) او خداوندمتعال فرمائي چې  ملکوت ابراهیم ته آسمانونه اومځکه ښودلې ده.( انعام- 75) حضرت ابراهیم(ع) په توحیدي دینونو کې ډير محترم دی . ابراهیم (ع) او د هغه دین  په مختلفو قومونو  کې په ځنډ سره مشهور شوی دی  او  د ابن هشام په لیکنه ، دعربانو په نزد له اسلامه مخکې تر یوه حده مشهور  ؤ چې  دهغه مجسمه یه انځور ئې په خانه کعبې کې  کیښودلی ؤ،لکه څنګه چې  کله پیغبمر اکرم (ص)  مکې له فتح کولو وروسته کعبې ته وارد شو ، د ابراهیم  او اسماعیل مخ یا په یوه روایت سره بتان  هلته موجود وو او وې فرمائيل؛ څو دا ونړوي.  د ابراهیم (ع)  ژوند له 175 تر  200کلونو پورې لیکل شوی دی. د هغه  قبر په هغه ځاي کې دی چې نن سبا  په الخلیل ښار (په فلسطین کې ) مشهور دی.

captcha