؛اربعین یو داسې آسماني عدد دی چې په آیتونو او روایتونو کې ئې کارندوالۍ ښئ ، ډير رمز او رازونه پکې نغښتی دی.الهي نبیان او والیانو تل د اربعیّن سنت ستایلی دی او د اربعیّن په مفهوم سره ئې ډيرې اغیزې پریښودلي دي.
په حقیقت کې د ؛اربعّین؛ ټکی که څه هم یو کمیات او عدد دی ، په اسلامی عرفان کې له کیفیتونو سره په ارتباط کې طرح کیږی او هغه روایتونه چې د اربعیّن اویا د اربعینیاتو په باب وارد شوي دي، لازیات روحي لوړتیا او باطني حس ته توجه لري.د حضرت محمد مصطفی(ص) پشمول زیاتره الهي نبیان په څلویښت کلنۍ کې په رسالت مبعوث شوي دي. شاید دلیل ئې دا وي چې انسان تر څلویښت کلنۍ پورې د معنوي او روحي کمال زمینه لري، خو له دې وروسته تر یوه حده سختیږی.
د اربعیّن څلورم کارندوالی( دحضرت موسی(ع) میقات ته د اشارې په باب دوه موردونه) د بقرې سورې په 51 آیت کې او یو مورد د مائده سورې 26 آيت د بنی اسرائيلو د قوم څلويښت کلنۍ لالهاندۍ په باب دی). په احقاف سورې کې دانسان د ودې په زمینې کې راغلي دی؛ «وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً» (احقاف: 15).
په دغه آیت کې د جنین، د شیدو دڅښلو له پړاوه تر څلویښت کلنۍ پورې د انسان د ودې مرحلې مطرح شوي دی. د «بَلَغَ أَشُدَّهُ وَ بَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً» په تعبیر سره په څلویښت کلنۍ باندې تعبیر ښئ چې دغه عمر د انسان د عقل او د ودې او توانمنۍ څوکه ده.
له پيغمبر اکرم(ص) څخه نقل شوي دي چې فرمائي؛ مَنْ أَخْلَصَ لِلَّهِ أَرْبَعِينَ يَوْماً فَجَّرَ اللَّهُ يَنَابِيعَ الْحِكْمَةِ مِنْ قَلْبِهِ عَلَى لِسَانِه». زړه د انسان د ناطقه نفس او هویّت په معنا دی؛ یعني هغه څوک چې ترڅلویښت ورځو پورې ځان او خپل ټول کارونه(حتی مناجات) دخداوندمتعال لپاره خالص کړي،خداوندمتعالد حکمت چینې د هغه له زړه اوژبې جاري کوي؛ یعنی د انسان په زړه کې په څلویښت شپو ورځو کې دغه مخلصانه سلوک اغیزې شیندي او د باطنی معارف د درک سبب کیږي.