په مخکیني یاددښت کې مو د بهتان او تور لګولو د تعریف او د هغو د دنیاوي او آخروي اغیزو په باب توضیح ورکړی دی. بهتان او تور لګول یو اخلاقي رذالت دی چې د قرآن کریم د احزاب سورې په ۵۸ آیت کې فرمائيل شوي دي ؛ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا»(الاحزاب/58)؛ او هغه کسان مومنان او مومنې بې له دې چې کوم (بد عمل) ئې کړی وي، کړوي ئې ، نو قطعا ئې په ښکاره پر نورو دروغ تړل او ګناه ئې په ګردن تړل شوي دي) اشاره شوې ده. دغه ځيږ او سپير فعل د انسان یو باطني او داخلي سپير صفت دی. دغه ناخوښ چلند په ځينو اخلاقي رذالتونو کې ریښه لري چې په هغو کې د ځينو په باب درسره غږیږو.
1 دښمني؛ کله انسان د خپلې دښمنۍ او کینې د اور د غلي کولو لپاره پر نورو دروغ تړي ،ناخوښ نسبتونه ورکوي.
2 حسد؛ کله کله انسان د نورو له کمالاتو او شان او مقام سره حسادت کوي، د هغه د حیثیّت د خرابولو لپاره پر هغه بهتان او دروغ تړي.
3 له سزا ویره او تښته؛ کله هم انسان دهغه غلط کار د سزا کیدا له ویرررې چې ئې کړی دی، یا د ه غه ناروا نسبت د لیرې کولو لپاره چې ممکنه ده هغه ته ورکړل شوی او ورباندې تړل شوی وي ،پر نورو دروغ یا بهتان وتړي . په بهتان او دروغو تړلو کې ددغو رذالتونو خبیثه شجره،وار د واره له غیبته هم لاتراخه میوه ورکوي.ځکه چې په غیبت کې واقعي عیب او نیمګړتیا په هغه کس کې موجوده وی چې ورته نسبت ورکول کیږي ،په داسې حال کې چې په بهتان کې هغه څه چې په هغه کې نه وي ،ورپورې تړل کیږي.
په دغې دنیا کې د بهتان اودروغ تړولو ځیږې نتیجې او اغیزې هم په شخصي او هم په اجتماع کې رابرسیره کیږي. هغه څوک چې پر نورو بهتان تړی،له الاهي مکر څخه خوندی اوسالم نه پاتیکیږی او بلاخره رسوا کیږي.په اجتماع کې دغه کس هم ډير زر پيژندل کیږي او خپل ارزښت او باؤر له لاسه ورکوي. بهتان په انساني ټولنې کې ددښمنۍ تخم پاشي، دوستیانې په دښمنۍ بدلوي ،بهتان د هغه اعتماد حجس چې د واړو او لویو اجتماعي برخو جوړونکی چورلیز دی ، له مینځه وړي او د هغوی د ورانیدا زمینه کیږي . دغه ناخوښ صفت پر ټولو اړیکو اغیزې شیندلی شي. وادونه په طلاق ، د پلار او بچیانو اړیکې خرابولی او په ځينو نورو خطرناکو موردونو کې د قتل په څیر د جنایتونو سبب کیدلی شي.په آخرت کې د بهتان اودروغو تړلو د آثارو په باب د پيغمبر اکرم(ص)څخه روایت شوي دي چې فرمائي،؛ مَنْ بَهَتَ مُؤْمِناً أَوْ مُؤْمِنَةً أَوْ قَالَ فِيهِ مَا لَيْسَ فِيهِ أَقَامَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى تَلَّ مِنْ نَارٍ حَتَّى يَخْرُجَ مِمَّا قَالَ فيه». هرڅوک په مومن او مومنې بهتان یا دروغ وتړي ،یا هغه ته دهغه شي نسبت ورکړي چې په هغه کې نه وي، نو خداوند هغه د قیامت په ورځ د اور په تلې دروي څو دهغه څه چې د خپل مومن ورور او مومنې خور پّه باب ئې وئيلي دي حساب ورکړي.