ایکنانیوز راپور ورکوي،د معاد د وجود پر ضرورت ډير عقلي دلیلونه مطرح شوي دي چې مسلمان حاکمانو او فلسفیانو په قرآن باندې په استناد سره ورته اشاره کړې ده.هغه څه چې په دوام کې راځي ، له دغوځينو برهانونو ته اشاره ده.
الف؛ دحکمت برهان: که ددغه جهان ژوند له بلې نړۍ پرته په نظر کې ونیسو ،نو چټي او بې معنا به وي. نو داسې څه ضرورت دی چې انسان اویا کاله ی
ا له دې لا کم یا لازیات عمر په دې دنیا کې په مشکلاتو کې لاس او پښې وخوځوي، له دې پرته چې کومه ګټه ولري. په قرآن کریم کې په مومنون سورې 115 آیت کې خداوندمتعال فرمائي؛ أَ فَحَسِبْتُمْ أَنَّما خَلَقْناكُمْ عَبَثاً وَ أَنَّكُمْ إِلَيْنا لا تُرْجَعُونَ» آیا ګمان کوئ چټي پنځول شوي یاست او د مونږ په لور بیرته نه ستنول کیږئ؟:: یعني که د خداي وآخوا ته بیرته ستنیدل نه وي،نو ددغې نړۍ ژوند چټي او عبثت دی.د ژوند په بڼه کې دغه دنیا کومه معنا او مفهوم پيدا کوي او دخداي تعالی په حکمت سره سمون خوري چې دغه دنیا دبلې دنیا لپاره پټئ او د بل عالم لپاره یوه ستره لاره په نظر کې نیسو.
ب؛ د عدالت برهان! سمه ده چې خداوندمتعال انسان ته د ارادې آزادي او اختیار ورکړی ی ،څو هغه وآزموئي او د هغه په سیوري کې د بشپړتیا لاره کچ کړي، خو که انسان له آزادۍ ناسمه استفاده وکړي، نو بیا څه کیږي؟ که ظالمانو اوستمګرانو ، ګمراهانو او او ګمراه کونکو له دغه الهي موهبت څخه په ناسمې استفادې سره خپلې لارې ته دوام ورکړ.د خداي عدل څه اقتضا کوي؟ سمه ده چې د بد کارو یوه ډله په دغې دنیا کې سزا کیږي او د خپلو عملونو انجام ته رسیږي . یا لږترلږه هغو یوې برخې سزا ورته ملاویږي،خو مسلما داسې نه ده چې ټول مجرمان خپله سزا ویني، اوټول پاک اونیک خلک به په دې دنیا کې د خپلو عملونو انعام ترلاسه کړي، آیا ممکنه ده دغه دواړه ډلې دپرودرګار په عدالت کې یو شان وي؟ د قرآن مجید په وینا چې فرمائي؛ أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ ما لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ» ؛ آیا هغه کسان چې د خداي د قانون په وړاندې حق او عدالت ته تسلیم دي ، د مجرمانو په شان به وي،څرنګه فیصله کوې؟(د قلم سوره ۳۵ او ۳۶ آیتونه). پر دې اساس باید ومنل شي چې د الهي عدالت د اجرا لپاره لازمه ده چې عدالت اومحکمه عام انصاف وکړي چې د ستنې تر سر حده پکې د نیک او بد کار حساب کتاب وشي او که داسې نه وي، نو د عدالت اصل به تامین نشي. پر دې اساس باید ومنو چې د خداي دعدل منل مساوي دي د معاد او د قیامت د ورځ د وجود په منلو سره، په قرآن کریم کې راغلي دي ،؛ وَ نَضَعُ الْمَوازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيامَةِ» ؛مونږ د عدالت تلې د قیامت په ورځ ترسره کوو.( د انبیاء سوره -۴۷آیت)
ج؛ دهدف برهان !د ماده پرستو د پندار په اپوټه ، په الهي نړۍ لید کې، د انسان د پنځونې لپاره داسې څه هدف شته چې دهغو په باب په فلسفي تعبیراتو کې د قرآن په ژبه کې تکامل او بشپړتیا او په حدیث کې کله له خداي سره د قُرب او یا د بندګۍ او عبادت تعبیر ئې شوی دی. وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ» ؛ ما جن او انس نه دي پنځولي مګر په دې خاطر چې د ماعبادت وکړي(ذاریات-۵۶).
آیا که مرګ د هر شي پاي وي، نو دغه لوي هدف اوموخه تامینږي؟ بې شکه ددغې پوښتنې ځواب منفي دی. باید له نړۍ وروسته دنیا وي او په هغې کې د انسان د بشپړتیا خط دوام ومومي او ددغه پټي محصول پکې وریبل شي.
خلاصه دا چې د پنځون د هدف تامینیدا، د معاد له منلو پرته ممکنه نه ده، او که له مرګ وروسته له نړۍ څخه ددغه ژوند ارتباط غوڅ کړو، نو هرڅه یوه معما جوړیږي او د ولې او څرنګه لپاره به هیڅ ځواب ونه لرو.
https://iqna.ir/en/news/3490572