IQNA

د عمومي سیالیو د دعا لوستلو د اجرا بهیر منظم شوی دی

10:29 - December 12, 2024
د خبر لمبر: 3490299
ایکنا – د دینی نغمو او سرودونو د برخې ځوان دعا لوستونکی علی رضا ابراهیم پورد قرآن کریم عمومی سیالۍ حساب شوي وبللې چې له مقدماتي مرحلې رانیولې وتر ولایتي نهائي مرحلو پورې  مرحلې په مرحلې پر مخ ځي.

ایکنانیوز راپور راکوي،د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اوه  څلویښتم پړاؤ ددینی نغمو او سرودونو په برخې کې دښاغلیو د سیالیو د لومړۍ ورځې ځوان دعا لوستونکی،علی رضا ابراهیم پور له قم څخه ؤ. هغه له  اصالته آذری تبریزي دی او د کلتوري مطالعاتو  ډګري لرونکی دی چې د هغه په وینا دیرش کلونه کیږي چې مور پلار ئې له خپل مورني ټاټوبی  کوچ کړی او دحضرت معصومه بی بی سلام الله علیها د حرم په ګاونډيتوب کې دیره شوی دی.

 هغه د  د یولسمې پچې  یا قره کشۍ په اساس  داجرا لپاره  د ابوحمزه ثمالي د دعا دلوستلو لپاره د سیالۍ کونکو ځاي ته ورغی  او دعا ئې داسې اجرا کړه چې  دهغه په اند قانع کونکې  وه. ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ددغې دعا لوستلو کې  د چا سټایل ئې تعقیب کړی دی ، وائي،د شور آله ، یوه ایرانۍ  أله  او تجیهزات دي  او خیال کوم د دعاګانو  له معنا لرونکي مفهوم سره  په تناسب کې وي.

دغه ځوان دعا لوستونکي د خپلو سیالانو د چمتووالي له اندازې چې په دغې مرحلې کې یولس کسان دي،بې اطلاعي وښودله او په دې اند دی چې که څه همد هریوه پروګرام  د اجرا په څرنګوالي کې د هغوي پيژندګلوي ډيرې اغیزې شیندي،خو په دې وخت کې هر یو دعا لوستونکي تمرکز لازیات پخپل کار وي او د وخت د تیرولو په ځاي او د خپلو سیالانو د څارنو په ځاي زیاتره وخت د لا ښه تمرین او مشق لپاره مخصوص کړي ،ڼو ښه نتیجه به  ترلاسه کړي.

 هغه ددغو سیلایو ددغه پړاؤ کوربتوب ښه وارزوو، په تیره بیا ددغاو سیالیو عمله او دهغو په سر کې قاضیانو پلاوی چې له مشهورو استاذانو جوړ دی، وستایه.او په دغه محفل کې د شتون لپاره د خلکو ولوله ،شوق او ځوږ او د ګډون کونکو د انګیزې ، ولولې او لیوالتیا په رامینځةکولو کې د سیالانو له اجرا سره د دوي مستقیم مخامخیدا ډیره ښه   وارزوله.

https://iqna.ir/fa/news/4253523

captcha