د رجب المرجب میاشت ډير صفتونه او نامې لري چې هره یوه ئې د جاهلو عربو په قومونو کې او ورپسې په اسلامی پړاؤ کې ددغې میاشتې د خاصو ارزښتونو او ځانګړتیاؤ منعکس کونکې ده.. یوه هغه مهمه زمینه چې د تاریخ په اوږدو کې ددغې میاشتې د ځائيګي د لاښه فهم سبب کیږی، له مختلفو نامو او صفتونو له منظره له دغې میاشتې سره بلدتیا ده چې د تاریخ په اوږدو کې ورته په نظر کې نیول شوي دی.
د رجب المرجب میاشتې یو مهم صفت د ؛ محترم اولوي والی ؛ په معنا دی.دغه نومول په عربانو کې ددغې میاشتې د اهمیّت او عظمت ښودنه کوي. ددغې میاشتې بله نامه ؛ رجب الاصم ؛ یعني ناشنوا (نه آوریدل) دي ؛ دغه نامه په دې دلیل غوره شوې ده چې په دغې میاشتې کې د وسلو او جنګ ډزې او غږونه نه آوریدل کیږي. په همدې لړ کې مُنصِلُالأَلّ و مُنصِل الاَسنَّه یوه بله نامه ده چې د رجب میاشتې باندې کیښودل شوې ده؛ ځکه چې د جاهلیّت په پړاؤ کې د رجب میاشت دهغې میاشتې په توګه پیژندل کیدله چې په دې کې وسله څنګةکیدله او جنګ دریده. په همدې دلیل ورته ،؛ "مُنصِلُالأَلّ" د جنګي سازوسامان نابودونکې ؛ هم وئيل کیدل.
پر دغو نامو سربیره ، رجب میاشت ته رجب الاصب،یعني د رحمت میاشت، رجب المضر؛ یعني محترم ااو عظمت لرونکي ،الشهر الفرد، هم ويئل کیدل چې ددغې میاشتې د اهمیّت او عظمت او احترام ښودنه کوي.
دغو نامو او صفتونو ته په پام سره ، رجب میاشت نه یوازې د عربو او اسلام په تاریخ کې یوه محترمه او زرګه میاشت پيژندل کیږي، بلکې په مختلفو تاریخي پړاؤنو کې ئې کلتوري او اجتماعي اهمیّت هم رابرسیره دی. دغه نامې هره یوه پخپل ځاي کې ددغې میاشتې اهمیّت او خاصیّت انځوروي او له مونږ سره مرسته کوي څو له زیات او په ښه ډول پوهه شو ، ځکه چې دغه میاشت هماغه شان د نړۍ په مسلمانانو کې ځانګړی او مهم ځائيګی لري.
https://iqna.ir/en/news/3491360