ایکنانیوز د thetelegraphandargus له قوله راپور راکړی، د انګلستان په برډفورډ کې یو نوی نندارتون یعني د سیمې خلکو ته د اسلامی خوشخطۍ هنر په نامې سره ورمعرفي کوي.
دغه نندارتو د Fighting to Be Heard په عنوان سره د دغه ښار د کلتروي جشنونو یوه برخه ده چې په(Cartwright Hall ) هنری ګالرۍ کې د ترسره کیدا په حال کې دی.
کتونکي په دغه نندارتون کې د بریتانیا د کتابتون له ټولګې د هغو کم موندونکو قرآنونو نسختې لیدلی شي چې ځیني ئې مخکې هیڅکله هم په انګلستان کې نندارې ته نه دي کیښودل شوي او د هوي مخینه ، نهمې میلادي پیړۍ ته ورګرځي.
دغه نندارتون د اپریل تر ۲۷ نیټې پورې دوام لری او د بریتانیا د کتابتون د اردو او عربی ټولګو آثار او دغه راز د برډفورډ سیمې د ګالریو او میوزیمونو د ټولګې آثارو نندارې ته وړاندې کوي.
د برډ فورد د غوره نندارتون مدیر شهناز ګلزار په یولړ څرګندونو کې ووئیل، دغه نندارتون یوه ځانګړې ملګرتیا ده چې د خوشخطۍ هنر پکې معرفي شوی او نظم ، بیان او ښکلا نندارې ته وړاندې کوي. هغه ووئيل، دغه نندارتون د کلتورونو ترمینځ یو پَل دی او د د نړۍ داتل باکسر تاسیف خان بکس اکاډمي، د خوشخطۍ د استاد رضوان الحق ترڅنګ ملګرتیا کړې څو دغه نندارتون د برډ فورډ خلکو لپاره ترسره شي.
د بریتانیا په کتابتونو کې دعمومي مشارکت مدیر جیمي انډروز هم په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دغه میوزیم ډير ویاړمن دی چې د بریتانیا د ۲۰۲۵ برډفورډ کلتوري ښار د جشن یوه برخه ده . اڼډروز زیاته کړې ده ، دا یو خاص نندارتون دی چې په عربی او اردو ټولګو کې حیرانونکي آثار وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4261057