ایکنانیوز د الیوم السابع له قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ به د جنورۍ په ۳۱ نیټه جمعې ورځې د د پورټ سعید ددینی مداحانو او د قرآڼ کریم د حفظ د نړیوالو سیالیو دترسره کونکي لوړې کمیټې په همت سره پیل شي او د سلواغې د میاشتې تر پنځلسمې نیتې پورې به دوام ومومي.
دغه سیالۍ به د مصر د لومړي وزیر مصطفی مدبولي په څارنې سره ، د پورسټ سعید دګورنر محب حبشي په ملاتړ او د سیالیو د اجرائي مدیر او عمومی څارونکي عادل المصیللحي په شتون سره ترسره شي.
د سیالیو اجرائي مدیر په دې باب ووئیل؛ سږکال به دغه سیالۍ د نړۍ له مختلفو ۳۳ هیوادونو څخه د ۴۰ګډونکونکو په مشارکت سره د مصر د؛السلام؛ جومات د جمعې لمانځه په دستورو کې او د مصر د مفتی او د شیخ الازهر د نماینده او دمصر د پارلیمان ددینی کمیټیو مشران شتون ولري.
عادل مصیلحی ووئیل؛ سږکال به دغه سیالۍ د قرآن د تلاؤت په زمینې کې د مصر د تیرو وختونو د قاري شیخ محمد صدیق منشاوي د مهم ځائیګي اورول دقدرونې اوستاینې په موخې سره دهغه په نامې سره ترسره شي.
هغه روښانه کړه،دسیالیو رسمي پرانیسته به دجمعې ورځې دمازدیګر درې نیمې بجې د پورټ سعید صوبې په کلتوری مرکز کې ترسره شي او دغه دستورې به په مستقیم ډول دمصر له ټیلیویژنی چینل څخه په مستقیم ډول خپرې شي.
ټاکل شوې ده د ګډون کونکو سیالۍ به د سلواغې په ۱۳ او ۱۴نیټې ، د سلواغې په پنځلسمه نیټه په پایزو دستورو او د غوره اوبرلاسه د کسانو د نامو په اعلامولو او په انعامونو نازولو سره پاي ته ورسیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4262119