ایکنانیوز راپور راکړی، په یوه ځانګړی چوکاټ او فریم سره د قرآن کریم یوې پخوانۍ واړې نسخې ځ ان ته د سوشل میډیا د کارؤنکو ډیر توجهات جلب کړي دي.
د قرآن دغه نسخه ۸۰۰ پاڼې لري چې په یوه فریم او آلمارۍ کې کیښودل شوی دی او د کتاب د پاسه یو دروبین هم کیښودل شوی دی.
همداشان ددغه قرآن د فریم تر شا یوه کړکئ موجوده ده . دغه جذاب پلانونه داسې ده چې به لومړي نظر کې ممکنه ده ، فکر وکړئ دا پخپله کتاب دی ، خو په حقیقت کې دا یوازې هغه فریم یا کوَر دی چې په داخل کې ئې قرآن کریم کیښودل شوی دی.
له دغه فریم او ډبي څخه د قرآن په راویستلو سره لازیات جزیئات وینو،لومړنۍ شی چې توجه جلبوي، دا ده چې داسې بریښي دغه قرآن څخه مخکې استفاده نه ده شوې ، ځکه تراوسه پورې ئې خپل پلاسټيکي پوښښ ساتل شوی دی. کله دغه پوښښ لیرې کړو ،نو د قرآن طلایی رنګه او سور جلد راښکاره کیږي.
ددغه نفیس قرآن حروف د هند په کم موندونکي کاغذ باندې چاپ شوي دي ، او ددغه کاغذ د پاسني کیفیّت په خاطر، په دغه اندازه او په ۸۰۰ پاڼو کې د قرآن کریم د چاپ امکان برابر کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4262172