روژه ساتل نه یوازې دتقوا او پرهیزګارئ سبب کیږی،بلکې د یوه معنوي عبادت په توګه د مثبتو روحی او نفسیاتی اغیزو سبب کیږي. په دوي کې یوه ګټه د سټریس کمیدا او د آرامښت زیاتیدا ده.کله چې انسان په یوې ټاکلې نیټې کې له خوړو او څښاک څخه ډډه کوي،د هغه بدن او ذهن د قوا او طاقت د نوي کولو و آرامښټ لپاره یو فرصت ترلاسه کوي. دغه بهیر د ورځې د سټریسونو د کیمدا او د داخلی ارامښت له زیاتیدا سره مرسته کولی شي.
په قرآنی لیدتوګې کې آرامښت ته د رسیدا یوه لاره عبادت دی . قرآن کریم د رعد سورې په 28 آیت کې فرمائي؛ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ» دا آیت په روښاته توګه ښئ چې دخداوندمتعال یاد او ذکر زړونو ته آرامښت ورکولی او د سټریس له کمولو سره مرسته کولی شي. عبادت د یوه معنوي لارې چارې په توګه ، د اسان پر روح او نفسیاتو مثبتې اغیزې شیندي او له هغه سره مرسته کولی شي ،حو له سټریسونو او د ورځې د ژوند له اندیښنو لیرې ووسي.
له علمی پلوه هم ډير مثالونه شته چې پر نفسیاتي سلامیتا د روژې د اغیزو ادعا اثبات کوي . علمی څيړنو ښودلې ده چې روژه ساتل د کورتیزول په څير د سټریس هورمونونو د سوئې له کمولو سره مرسته کولی شي او په روحي حالاتو کې ښه والی راوستلی شي. همداراز روژه ساتل په بدن کې د انډورفینو داندازې د زیاتیدا سبب کیدلی شی چې دآرامښ او خوښئ داحسا د ښه والي ښودنه کويږ دغه لاس ته راوړنې ښئ چې روژه ساتل نه یوازې له معنوي پلوه ،بلکې له عملي نظره هم دانسان پر نفسیاتي سلامتیا باندې مثتبې اغیزې شیندي.
په کلي توګه روژه ساتل په قرآن کریم کې د یوه مهم او ارزښتمن عبادت په توګه معرفی شوي دي چې د انسان پر نفسیاتي سلامتیا مثبتې اغیزې شیندلی شی. په روژه ساتلو سره او دخدای تعالی یاد ته په توجه کولو سره ، انسان روحي آرامښت ترلاسه کولی شی چې د هرې ورځې سټریسونه کموي او د ژوند کیفیت ښه کولی شی. دغه مقدس عبادت انسانانو ته دا فرصت ورکولي څو په یوې خاص میاشتې کې د نفس ترکیه ، د اجتماعي اړیکو ښه کیدا او د خپل ایمان پیاوړتیا متوجه شي او لا ښه او آرامښت څخه ډک ژوند په لور هدایت شي.
https://iqna.ir/en/news/3492147