ایکنانیوز د الوطن خبری سایټ له قوله راپورراکوي، د مصر دالازهر پوهنتون مشر د کب د میاشتې په شپاړسمه نیټه د مصر د ؛الناس؛ سپوږمکیز ټيلیویژنی چینل د؛ قرآن او سنت بلاغت؛ (بلاغة القرآن والسنة) په نامې سره د پروګرامو میلمه ؤ او د قرآن د آیتونو دبیانونکو معجزو په باب ئې یو لړ توضیحات وړاندې کړل.
هغه د یس سورې ۳۷آیت (وَآيَةٌ لَهُمُ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُمْ مُظْلِمُونَ:) ته؛ او د دوی لپاره یوه بله نښه شپه ده چې ورځ ورڅخه ( لکه د پوستکي ) ورڅخه جلا کوو او د هغو پناه ځاي په تورتم کې ډوبیږي،؛ اشاره وکړه او وې وئيل؛ په دغه آیت شریف کې ؛نسلخ ؛ټکی، په بیان کې د ډیر لوړ دقت بیانونکی دی ، ځکه د نور او رڼا بې درکه کیدا ورځ له شپې څځه په خاصې رودې سره انځوروي.
د الازهر پوهنتون مشر ووئيل؛ د ؛السلخ ؛ټکی د پوستکي کندل،له غوښتې څخه د پوستکي د جلا کولو د بیانولو لپاره استفاده کیږي،هماغه شان چې کله یو پسه ذبح کیږی، البته د قرآن په دغه آیت کې د ؛السلخ؛ ټکي څخه مقصد د ورځې د رڼا سوکه سوکه ختمیدل دي چې لږمرلږه تورتم خوریږي چې یوه حیرانونکي کیهاني صحنه ده .
هغه ووئيل؛ که په دغه آیت کې د؛السلخ ؛ ټکي په ځاي د ؛نزیل؛ ( له مینځه ئې وړو) یا د ؛نمجو؛ له مینځه ئې وړو؛ په څير له ټکو څخه استفاده کیدلی، نو د هغو د بیانولو معنا داغي کیدله ، ځ که تورتم په یوهیړ نه راځي ، بلکې سوکه سوکه رامینځةکیږي، هماغه شان چې لکه د پسه له بدنه د هغه پوستکی لیرې کیږي.
د الازهر پوهنتون مشر دغه راز ووئيل، په دغه آیت کې د ؛ نسلخ ؛ ټکی له شپې څخه د ورځې د آرام د جلاکیدا له هبیر یو خاص مفهوم له ځان سره لري چې ډير په زړه پورې بیانول او زباني معجزې انځوروي چې تدبر او تأمل ته اړتیا لری.سلامه داؤد په پاي کې په دې په ټينګار سره چې دغه مبارک آیت په معجزناکې رودې سره د کیهاني ښکارندو په بیانولو کې د قران کریم دعظمت بیانونکی دی، ټول په الهي آیتونو کې تدبّر او د هغو په معنا کې تدّبر او فکر ته بولي.
https://iqna.ir/fa/news/4270293