ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، په ترکیې کې روژه ساتل یوازې یوه دیني فریضه نه ده،بلکې په مشخصو پړاؤنو کې د اسلامی هویّت او سیکولر سیاستونو ترمینځ د هغې نښتې په ډګر چې ددیني مظاهرو د له مینځه وړلولپاره ئې هڅه کوله، بدل شي، داسې چې جوماتونه وتړل شول او په ځینو عمومی اورګانونو کې روژه ساتل د وروسته پاتیکیدا لپاره یو سمبول حسابید او دترکیې ډیری مسلمانان په دې اند دی چې په پټه روژه ونیسي ته وا چې کوم جرم د کوي.
له دغو دباؤنو سره سره ، د روژې مبارکه میاشت د ترکانو په ژوند کې ریښه لری او دهغو سنتونه ، له یوه نسل څخه بل راتلونکي نسل ته منتقل شول ،تر دې چې اوس د ملی او دینی هویّټ او دددغه هیواد د خلکو د اصلي ژوند برخه شوي دي .البته ترکان څرنګه په تنګڅې او دباؤنو سره د روژې دمبارکه میاشت لمانځي، او څرنګه مقاومت وي،او څه شی بدل شوی تردې د چې روژه ساتل په یوه څرګند اقدام بدل شول.؟؟؟
راپورونه ښئ چې د ترکیې جمهوریت په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوه ، خو له یوه کال وروسته ئې د دین او حکومت ترمینځ د رابطې جدا کونکی عامل په توګه او یو کال وروسته رامینځة شوه ، هغه مهال چې د عثمانۍ امپراتور مصطفی آتاترک د ۱۹۲۴ کال مارچ میاشت کې نسکور شو.
په دې پسې ، د اوقافو او شریعت وزارت او دترکیې شرعي محکمې وتړل شوې او دترکیې په نوی حکومت کې له سیاسته ددین جلا کولو لپاره لاره هواره شوه.
نوي حکومت په دغو بدلونونو بسنه ونه کړه ،بلکې په تولنې کې ئې د مسلمانانو دشتون کمولو ته دوام ورکړ او د عثماني حکومت په لیرې کولو سره ئې د تعلیم د یکسان کولو قانون تصویب کړ چې د دینی مدرسو د تړل کید او د حکومت په وسیله د تعلیم بشپړ کنټرول سبب شو.
دغه راز ئې په ۱۹۲۶کال کې د تقویم هجری قمري کال په میلادي بدل کړ او سبب شو څو د روژې دمبارکې میاشتې پشمول اسلامی عیدونو او مناسبتونو د ټولنې په عامو خلکو کې هیڅ ځای نه درلود.
په ۱۹۲۸ کال کې د ترکیې د اساسی قانون اصلاح کول نه یوازې ددغه قانون په متن کې یوازینی بدلون نه ؤ،بلکې په دې مشتمل یو رسمي اعلان ؤ چې د ترکیې حکومت د اسلام دین د یوه قانونی او اجتماعي مرجع په توګه نه مني.
د ترکیې جمهوریت ، له اساسی قانون څخه د؛ د حکومت دین ، اسلام دی؛ د عبارت په لغوه کولو سره په حکومت کې د ماډرن سیکولرزم اساس او بنیاد کیښود او حکومت سوکه سوکه له اسلامی او تاریخي هویّته په یوه سیاسی حکومت باندې چې دین له حکومتي اورګانونو څخه جلا کوي ،بدل شو.
د څیړاندو په وینا،د ترکیې تجروبې ثابته کړې ده چې مذهبی او دیني دبانو له دینه د شاتګ سبب نه کیږی، بلکې ټولنه د اسلام دین ته د لازیاتې پابندۍ ته اړ کوي.نو ځکه په داسې حال کې چې حکومت پخپلو لومړیو لسیزو کې هڅه کوله، د روژې مبارکه میاشت له عمومی صحنې څخه پټه وساتي،خو دغه میاشت ددغه هیواد د خلکو په ضمیر کې ځاي درلود، تردې چې د ملی هویّت او له سیاسی محدودیّتونو پرته د اصلی برخې په توګه د ترکیې ټولنې ته بیرته ورستون شو.
https://iqna.ir/fa/news/4269695