ایکنانیوز راپور راکوي، بالي جومات چې په ۱۶۰۸ کال کې د آلبانیا د آلباسان ښار په مرکز کې جوړ شوی ، د ArchDaily انټرنیټي ویب پاڼې په لیسټ کې د نړۍ په پنځو ښکلو عبادتځایونو کې شامل کړئ شوی دی.
په دغې ارزونې سره الباسان او البانیا د مذهبی معمارۍ دنړۍ د نقشې یوه برخه کیږی. دغه ټاکنه ښئ چې دغه شان آثار نه یوازې د کلتور او هنر یوه بیلګه دي ،بلکې دټوریزم د لازیاتې دودیدا لپاره هم یو فرصت شمیرل کیږي.
د ArchDaily مشهور آنلاین پلیټ فارم چې د معمارۍ په زمینې کې فعال دی ،د کال د ۲۰۲برلاسه ودانۍ باؤري جایزه دغه جومات ته ډالۍ کړه. البانیائي رسندویو راپور ورکړی چې دغه ارزونه د البانیا د اوسمهاله معمارۍ لپاهر یو مهم بدلون دی او د معمارۍ په نړیوالې نقشې کې په تیره بیا د مذهبی ودانیو په زمینې کې آ لباسان ته یو ځانګړی مقام ورکوي.
د الباسان مفتي ګیم دوکا په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دا ډير ښه خبر دی چې نه یوازط د الباسان ښاریز بلکې د آلبانیا ټول مسلمانان ترې خوند اخلي
الباسان ښار د ارزښتونو ښآر دی ، یوه کلا ،یو جومات او یوه کلیسا لري . په تیره هغه جومات چې نن پکې موجود یوو ،مونږ اوس خوشالوي. دا جومات یو تاریخي جومات دی ،که څه هم د کمیونیسټي رژيم په وسیله په کنډوالې بدل شو ، خو د مسلمانانو ټولنه بریالۍ شوه بیرته ئې ورغوي.
بالی جومات په ۱۶۰۸ کال کې د حسن بالبو په وسیله د الباسان ښار په مرکز کې جوړ شو، په ۲۰۲۲ کال کې بالی جومات په پخوانیو کنډوالو د پاسه البته په ډير پرتم اوښکلي انداز سره له پخوانۍ نمونې څخه لاښکلی ورغول شو. دغه پروژه د «Commonsense Studio» په وسیله ترسره شوه او د جومات ترټولو جذاب عنصر ،هغه میناره ده چې پخپلې پلانونې سره له ورته آثارو سره سیالي کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4267538