
ایکنانیوز د مسلمون حول العالم له قوله راپور راکوي،؛ریوچي میتا ؛ یا حاج عمر میتا ، په ۱۸۹۲کال کې د جاپان په لویدیځ کې د کیوشو ټاپو په یاماګوچي صوبې کې واقع په شیمونوسکي ښار کې او د بودائي مذهب او سامورایی کورنۍ کې وزیږید. هغه خپلې زده کړې د یاماګوچي پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې د تجارت په څانګې ترسره کړې او په ۱۹۱۶کال کې فارغ التحصیل شو.
میتا د خپلې زده کړې په پړاؤ کې د حاج عمر یامائوکا کتابو نه چې یو جاپانی مسلمان ؤ ،مطالعه کړل. دغه کتابونه له اسلام سره د هغه د بلدتیا لپاره لومړنۍ سرچینه وه. په همدې دلیل ئې خپلې لارې ته تر دیرشو کلنو پورې دوام ورکړ، تر دې چې د توحید نور دهغه په زړه رڼا شو.
ریوچي میتا د پوهنتوني زده کړو پاي ته له رسولو وروسته چین ته سفر وکړ او هلته ددغه هیواد دمسلمانانو له لارې د اسلام له پآک دین سره آشنا شو. هغه په ۱۹۲۰کال کې د ؛په چ ین کې اسلام؛ ه عنوان سره یوه مقاله ولیکله چې په؛توکیزای کینکیو؛مجلې کې خ پره شوه.هغه د چین دمسلمانانو د ژوند له رودې ډير اغیزمن شو او په هغه پؤاؤ کې ئې چیني ژبه هم ډيره ښه زده کړې وه.هغه په ۱۹۲۰کال کې جاپان ته بیرته ستون شو او د حاج عمر یامائوکا د ویناؤ په آوریدو سره ئې د اسلام له دین سره لا زیاته آشنائي پيدا کړه.
هغه دچین او جاپان په جنګ کې هم د منچوری ریل ګاډو د چارو د شرکت له خوا د چین شمال ته ولیږل شو . هغه د چین دمسلمانانو له رودو اغیزمن شوی ؤ او هیله ئې درلوده چې د جاپان ټولنه هم دغه شان اسلامی ټولنه ولرل شي.

میتا له هغه مهاله د عربستان پشمول ډيرو هیوادونو ته سفرونه وکړل او په ډیرو ناستو او سمینارونو کې ئې ګډون درلود . هغه همداراز د له نورو دینونو سره د اسلام د دین د ا رتباط په او په اسلامی ټولنې کې د خلکو د ژوند پّ باب کتابونه هم ولیکل .
ریوچي میتا پّ ۴۹کلنۍ کې د چین جمهوریت د پلازمینې بیجینګ یوه جومات ته لاړ ،څو د اسلام دین ته د ګروهنې لپاره خپله لیوالتیا اعلان کړي، نو ځکه په ۱۹۴۱ کال کې د اسلام پاک دین ئې ومانه او خپله نامه ئې هم په عمرمیتا بدله کړه .

حاج عمر میتا په ۱۹۴۵کال کې او د جنګ له ختمیدا وروسته ، جاپان ته ستون شو او په پیل کې ئې په کانسا پوهنتون کې کار پیل کړ. هغه په ۱۹۵۷کال کې پاکستان ته سفر وکړ او په اسلامی فعالیتونو بوخت شو. په ۱۹۶۰ کال کې حج ته لاړ او د صادق ایمایزومی له رحلت وروسته ، د جاپان د مسلمانانو ټولنې(JMA) له خوا میتا مشر وټاکل شو.
هغه ددغې ټونلې د مشرۍ په مودې کې په جاپانۍ ژبه داسلام په باب د ؛اسلام فهم؛ او ؛ پر اسلام عایدات؛ نومې خپل دوه مهم کتابونه تالیف کړل. هغه همداراز د محمد زکریا اثر؛ د اصحابو ژوند؛ نومې کتاب هم په جاپانۍ اود ختیځي آسیا هیوادونو سره اړونده په څونورو ژبو وژباړل.

حاج عمرمیتا د ۱۹۷۲کال د جولائي په ۲۸ نیټه له خپل کاره استعفی ورکړه او په ټوکیو کې دیره شو او خپل ټول وخت ئې د اسلام ددین په تبلیغ کې تیر کړ ، هغه په ۱۹۸۳کال کې وفات شو.
https://iqna.ir/fa/news/4272091