د ايکنا د راپور له مخې، د قرآن کريم د خادمانو د ستاینې او قدرونې دېرشم پړاؤ د تېر کال د کب یا هوت د میاشتې په وروستيو ورځو او د رمضان د مياشتې په نيمائي کې ترسره شوه. په دغو مراسمو کې، چې د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان په شتون سره جوړه شوي وه، د ۱۳ قرآني فعالانو او د قرآن د همخوانۍ او مديحهسرائۍ یا نعت خوانۍ د يوې ډلې ستاینه وشوه .
یو هغه کس چې په دغو دستورو کې د خوشنوسۍ په هنري برخې کې د قرآن خادم په توګه معرفي او وستايل شو، د ايران خوشنويس هنرمند منوچهر نوحسرشت ؤ .
په ايران کې د هنر په جغرافيې کې، خوشنوسي يوازې يوه مهارت يا د ليکلو يو سټایل نه دی، چې د ښکلا د رازونو د ایشوا کولو لپاره ئې يوه ژبه وي؛ ځينې وختونه په مرکب او کاغذ خلوت کې داسې لاسونه موندل کېږي، چې د خاورې له جنسه نه دي؛ هغه لاسونه چې کلمه نه يوازې مشق کوي، بلکې نگارګري ئې هم کوي. منوچهر نوحسرشت يو له هغو کم سارو کسانو څخه دی، چې کلونه ئې د زړه او روح له مرکب سره د قرآن کتابت کړی او د ايراني هنر د مينهوالو پر زړونو ئې نقش کړی دی.
هغه په ۱۳۲۷ لمریز کال کې په همدان کې زېږېدلی دی. د لېسې کلونه د هغه لپاره يوازې د ښوونځي د درسونو زدهکړه نه وه، هغه د درسي کتابونو په مینځ کې يوه بله لاره لټوله؛ داسې لاره چې د استاد زندهياد حسن ميرخاني له سرپنځو څخه پيل او د ايران د خوشنوسۍ سترو استادانو ته رسېده.
هغه نه يوازې خط زده کړ، بلکې دا ئې نوي نسلونو ته هم وښود او د خوشنويسانو او خطاطانو د ټولنې د يوه مدرس په توګه ئې خپله نامه د ايران په اوسمهال کلتور کې په زرين قلم سره ثبت کړه.
بې شکه، د استاد نوحسرشت تر ټولو غوره هنري اړخ د قرآن کريم کتابت دی، يو داسې لوي کار چې د روح پاکوالي، د ذهن تمرکز او بېپايانه مينې ته اړتيا لري. هغه تر اوسه څو ځله قرآن په خپلو لاسونو کتابت کړی دی،هغه هم نه يوازې په ظاهري نظم سره، بلکې په داخلي نظم، خالص نيت او هغه تمرکز سره چې د کلونو هنري رياضت په سيوري کې ترلاسه شوی دی. د دغه قرآني آثارو تر څنګ، د سعدي د غزلياتو يوه ټولګه هم چې د هغه په خط ليکل شوې، د تلپاتې آثارو په کتار کې بايد ياد شي.
د دغه خوشنويس استاد د ویاړونو اوج د قرآن کريم د خادمانو په دېرشمه غونډه کې ستایل او قدرونه وه .
https://iqna.ir/fa/news/4284156