IQNA

د ایران په حکومتي ښوونځیو کې کابو ۷لکه کډوال زده کوونکې زده کړې کوي

7:51 - May 27, 2025
د خبر لمبر: 3491177
ایکنا –  په داسې حال کې چې له زیاتره اروپائي هیوادونو پشمول د نړۍ له هیوادونو افغان کډوال بیرته ګرځول کیږي، د ایران په اسلامی جمهوریت کې تردې دمه د افغان کډوالو بچیان زده کړې کوي او د ایران د اسلامی جمهوریت رسمي راپورونه ښئ چې تر دې د مه په ایران کې  په ښونځیو کې څه دپاسه اوه لکه کډوال زده کونکي زده کړې کوي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، داپه داسې حال کې دي چې د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرامپ له خوا ګمارل شوِ یوه فډرالي قاضي استفني هاینز په دې وروستیو کې په پنسیلوانیا کې د یوي فیصلي په صادرولو سره، وییلي دي چي د امریکا حکومت له دې وروسته د هغو کډوالو د ایستلو لپاره چي پرې دښمن سره د ملگرتیاو شک موجود وي، د ۱۷۹۸ میلادي کال له  قانون چي Alien Enemies Act نومیږي، کار واخلي.دغه قانون د امریکا ولسمشر ته اجازه ورکوي چي په جنګي حالاتو کې د دښمن هیواد کډوال د امریکا له خاورې وباسي. د امریکا دولت ادعا کوي چي د نشه ایزو موادو د ونزوئلایي ډلې «ترن دآراګوا» غړي هم په دغه قانون کې شامل دي.په دنیا کې د کډوالو وضعیّت ته یوه لنډه او ځغلنده کتنې ته ستاسو پام راغواړو.

 له جرمني څخه د کډوالو د ایستلو نوې څپه

د جرمني نوي حکومت چې د محافظه‌کار مسیحي ډيموکرات ګوند (CDU)غړی فریدریش مرتس یې صدراعظم دی، وییلي دي چې د پخوا په پرتله به ډېر پناه‌غوښتونکي وشړي.د جرمني د حکومت دا پرېکړه چې د مهاجرو د ایستلو بهیر سخت کړي، لامل شوې چې یو شمېر پناه‌غوښتونکي د ځان د ژغورنې لپاره د پروتستانو له کلیساوو څخه د پناه غوښتنه وکړي.د جرمني د پروتستانو کلیساوو(EKD) تازه راپور له مخې، د کلیسا له لارې د پناه غوښتنو شمېر په ځینو سیمو کې کابو څلور برابره شوی،خو دا بهیر ټولو پناه‌غوښتونکو ته د ساتنې ضمانت نه ورکوي. هغه پناه‌غوښتونکي چې غوښتنې یې رد شوي او په کلیساوو کې پناه مومي، کولای شي په لنډمهاله  توگه له شړلو څخه خوندي پاتې شي، څو د هغوی دوسیې بیا وڅېړل شي او نورې حقوقي لارې هم وارزول شي.

البته  د اروپائي  هیوادونو  له خوا زیاتره بیرته ستونکي قربانیان افغان کډوال دي چې هره اونۍ  لسګونو  افغان کډوال  د سختو شرائطو په تپلو سره په زوره بیرته خپل هیواد ته ګرځول کیږي.

په ایران کې د کابو اوه لکه بهرنیو زده کونکو زده کړې دوام لري.

د ایران د اسلامی جمهوریت د  کورنیو چارو  وزارت د بهرنیو کډوالو د چارو مرکز تازه اعلان کړی چې پر محدودیتونو سربېره، تر دې دمه یې د افغان ماشومانو د تعلیم لپاره یو شمېر پروګرامونه عملي کړي دي. دغه مرکز زیاتوي چې دا مهال شاوخوا ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ زرو پورې افغان زده‌کوونکي د ایران په حکومتي ښوونځیو کې زده‌کړې کوي. پر دې سربېره، نږدې ۶۰ زره افغان محصلین هم د ایران په پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160564

captcha