ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د امام حسین علیه السلام پاڅون په داسې وخت کې رامنځته شو، چې اسلامي ټولنه له اموي کورنۍ څخه د معاویه د زوی یزید تر واکمنۍ لاندې، د تباهۍ په درشل کې وه او د خلکو په منځ کې الهي احکام او فضیلتونه د هېرېدو په حال کې وو. امام حسین علیه السلام په لوړو اهدافو سره، د عاشورا غورځنګ پیل کړ او په خپل شهادت سره یې د اسلام دین ژوندی وساته.
امام حسین علیه السلام د خپل ورور امام حسن علیه السلام له شهادت وروسته، چې د شپږو میاشتو لپاره د مسلمانانو خليفه وو، د خپل ورور سولې ته د پابندۍ او همدارنګه د معاویه له لورې په ظاري بڼه د ځینو اسلامي کړنو له امله په پاڅون لاس پورې نه کړ. مګر د هغو ظلمونو او بدعتونو په وړاندې چې معاویه رامنځته کول، چوپ پاتې نه شو او تر هغه ځایه چې امکان درلود، د ویناوو او اعتراضي لیکونو له لارې، له معاویه سره خپل مخالفت وښودلو.
د هغه یوه څرګنده بېلګه، د معاویه په واکمنۍ کې د فاسد او دایمي شرابخواره یزید له ولیعهدۍ سره مخالفت، او د حج په لویه غونډه کې د امام وینا ده، چېرې چې امام د اموي نظام جنایتونه تشریح کړل او د حکومت پر وړاندې یو لوی تبلیغاتي غورځنګ راڅرګند شو، او د پاڅون لپاره یې لاره هواره کړه.
یزید، یو فاسد واکمن
اوس، د امام حسین (ع) په وخت کې، حکومت د یوه داسې سړي لاس ته لوېدلی وو چې د معاویه لخوا راپورته شوی وو. هغه غوښتل چې د اسلام په دین سره، چې دومره عقیده یې پرې نه درلوده، پر خلکو باندې د یوه اسلامي واکمن په توګه حکومت وکړي. هغه یو ظالم، شهوت پرست، زناکاره، د دین ضد او فاسق ځوان وو.
یزید واک ته له رسېدو وروسته، ونتوانېد د خپل پلار په څېر، لږ تر لږه د خپل دین ظاهري بڼه وساتي او په څرګنده او ښکاره ډول یې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کاوه. هغه یو دایمي شرابخواره او فاسد ځوان وو، چې په ښکاره ډول یې د خدای رسول (ص) ته له رسالت او وحي څخه انکار کاوه.
یو مشهور اسلامي تاریخ پوه مسعودي لیکي: یزید له خلکو سره په چلند کې د فرعون طریقه غوره کړې وه، او بلکې د فرعون چلند د هغه په پرتله غوره وو.
د یزید په واکمنۍ کې د اسلام د فاتحې لوستل
په هغو ورځو کې چې امام حسین (ع) په مدینه کې د واکمن له خوا د بیعت اخیستلو لپاره تر فشار لاندې وو، د هغه په ځواب کې وفرمایل: اوس چې مسلمانان د یزید په څېر واکمن لاندې بند پاتې دي، باید د اسلام فاتحه ووایو.
د پيغمبر(ص) د اهل بيتو د پيروانو درېيم امام، د کوفيانو د بلن ليکونو په ځواب کې، د مسلمان مشر ځانګړتياوې په لاندې ډول بيانوي: "... د مسلمانانو امام او مشر هغه څوک دی چې د خدای په کتاب عمل کوي، د عدالت او انصاف لاره غوره کوي، د حق پيروي کوي، او په ټول وجود سره د خدای د حکم اطاعت کوي.
یزید داسې کس نه وو چې د اسلامي حکومت د مشر ځانګړتیاوې ولري، او پر مسلمانانو باندې د هغه د واکمنۍ په دوام سره، نور به د اسلام په نوم څه پاتې نه وو. له همدې امله، د معاویه په مړینې سره، د امام حسین علیه السلام د پاڅون په وړاندې خنډونه لرې شوي وو، چې د خپل نیکه د دین بیا راژوندي کولو لپاره پاڅون وکړي او د یزید له ناروا واکمنۍ سره خپل مخالفت اعلان کړي.
د عاشورا د پاڅون عوامل
د عاشورا پاڅون د سیاسي، دیني او ټولنیزو عواملو د یوې ټولګې په غبرګون کې رامنځته شو. اصلي عامل یې د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له وفات وروسته د اسلام په لاره کې شدید انحراف او واک ته د یزید د فاسد حکومت رسېدل وو، چا چې دین یې د قدرت په وسیله بدل کړی وو. د ظلم، بې عدالتۍ او د دیني حقایقو د تحریف په وړاندې د ټولنې چوپتیا، امام حسین علیه السلام دې ته اړ کړ چې د دین د بیا ژوندي کولو او د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د امت د اصلاح لپاره راپورته شي.
د ټولنې مسئولیت اخیستل، له الهي ارزښتونو دفاع کول، او د ظالم حکومت د مشروعیت مخنیوی، د دې لوی تاریخي غورځنګ ترټولو مهم لاملونه دي.
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i162054