
ایکنانیوز د نیوز روم له قوله راپور راکړ، د مصر د اوقافو وزیر اسامه الازهری د استاد عبدالباسط د زوي دمړینې په مناسبت د هغه کورنئ او خبلوانو ته تسلیت ووایه او له خداوندمتعاله ئې د مصر ددغه خداي بخښلی قاری لپاره جنت الفردوس او د رحمت د پراخوالی غوښته وکړه. او د هغه د کورنۍ وګړو او دوستانو ته ئې د صبر او تحمل سپارښتنه..
د استاد عبدالباسط زوی شیخ یاسر عبدالباسط عبدالصمد د لړم د میاشتې په نهمه د خپل ورور شیخ عصام عبدالباسط عبدالصمد د مړینې خبر په فیس بوک کې اعلان کړ او وې لیکل؛ إِنَّا لِله وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُون، په الهی قدر او قضا باندې په معتقد زړه سره د استاد عصام عبدالباسط عبدالصمد مړینه چې د اکتوبر په ۳۱ نیټه د حدای رحمت ته لاړ، اعلانوم.

خدای بخښلی استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد سلیم داؤد په نولس کلنئ کې د خپل آکا له لور میرمن فتحیه عبدالعزیز عبدالصمد سره واده وکړ او ددغه واده نتیجه د هغه یولس بچیان دي. د محمد ، جماد (غبرګ)خالد طارق، عصام،هشام، او یاسر په نامو سره اوه زامن او د سعد ،فایزه، سعدیه او سحر په نامو سره څلور لوڼه . استاد عبدالباسط دغه یولس بچیان؛ أحد عشر کوکبا ؛ نومول: له دغو بچیانو څخه طارق ،هشام او یاسر قاریان دي او د خپل پلار په سټایل سره تلاؤت کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4313962