IQNA

د بلجیم اسلامي ټولنې په ښونځیو کې په حجاب د بندیز  په نوي طرحې شکایت وکړ

6:34 - December 20, 2025
د خبر لمبر: 3492188
ایکنا - د بلجیم د خنت  جوماتونو  ټولنې اعلان کړی چې د فلاندر ختیځي  ولایت په ښوونځیو کې په حجاب  یا سکارف د بندیز په اړه به د بلجّیم له حکومتي  شورا څخه شکایت وکړي.

د ایکنا راپور له مخې، دبیلجیّم د  خنت جوماتونو  ټولنې (VGM) پرون پنجشنبه په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،  د فلاندر ختیځي  ولایت په ښوونځیو کې په روسرئ یا سکارف   د بندیز د لغوَ کولو لپاره به د بلجیّم حکومتي شورا ته شکایت وړاندې کړي.

دغې اسلامي ټولنې چې د خنت ښار د  ۲۳  جوماتونو  استازیتوب کوي، په دغې اعلامیې کې ویلي چې په ښوونکو مسلمانانو سره د نظرپوښتنې پروسه په سمه توګه نه ده ترسره شوې، او ځینو ئې د احتمالي پایلو له ویرې خپل ریښتینی نظر نه دی څرګند کړی.

د دغې ټولنې د اعلامیې  په وینا، ټولنیزه فضا داسې ده چې په کې مسلمانې ښځې "په جوړښتي توګه" له دې محرومې دي چې خپل هویت په آزاد او درناوي سره څرګند کړي او  د دغه بندیز په اړه شوې څرګندونې د "ډیموکراسئ د بحث په  چوکاټ کې د اندیښنې وړ بدلون" ښکارندوي کوي.

VGM په ځانګړي ډول د فلاندر ختیځي ولایت د مرستیال والي، کورت موئنس، هغه څرګندونې غندلې چې ویلي یې دي ، هغه له "پراخې مسلمانې ټولنې" سره مشورې کړې دي. په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، داسې کومې مشورې ورسره نه دي   شوي.

دغې ټولنې دغه ادعاګانې هم رد کړې چې د حجاب پر ضد مخالفت کوونکي ممکنه ده  د افراطیت لور ته روان وي او خبرداری ئې ورکړ چې د بیان آزادي  ډیره تر دباؤ لاندې ده .

د چهارشنبې په ورځ، د فلاندرخیتځي ولایتي  حکومت د ایالتي ښوونځیو لپاره په حجاب د بندیز مسوده تصویب  کړه  چې په ۲۰۲۶-۲۰۲۷ تعلیمي کال کې به پلي شي.

آسټریا  استدلال کوي چې دغه بندیز د جنسیتي برابري دودوي. خو، ورته محدودیت چې یوازې د ۱۰ کالو څخه کم عمره انجونو لپاره و، ځکه چې دغه اقدام  په ځانګړې توګه مسلمانان  ټارګټ کړي وو. ، د ۲۰۲۰ کال د اساسي قانون په محکمې کې لغوه شو.

https://iqna.ir/fa/news/4323728

captcha