IQNA

ایکنا راپور ورکوي

«بطلة کربلاء»؛ د غمونو د لړۍله منځه د حضرت زینب(س)د اتلولۍ روایت

14:01 - January 06, 2026
د خبر لمبر: 3492273
ایکنا – د  «بطلة کربلاء» (د کربلا اتله)نومې کتاب چې د مصري لیکوالې  په بنت الشاطی مشهورې، عایشه عبدالرحمن، یو تلپاتې اثر دی، لا هم د عاشورا له پېښې وروسته د حضرت زینب(س) د ژوند او رول د تحلیل له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي. دا اثر یوازې یو ساده ژوند‌لیک نه دی، بلکې یوه ادبي او تاریخي څېړنه ده چې په علمي او کره تګلارې سره د دې سترې مېرمنې د استقامت انځور د دودیزو غمونو له منځه راوباسي.

د ایکنا د راپور له مخې، د بنت الشاطی د دې کتاب اصلي موخه دا وه چې د حضرت زینب(س) په اړه د لید زاویه بدله کړي. په دودیزو روایتونو کې ډېری تمرکز د هغې پر غمونو او کړاوونو وي، خو بنت الشاطی د پیاوړو تاریخي او ادبي تحلیلونو پر بنسټ ټینګار کوي چې زینب کبری(س) یوازې قرباني نه وه، بلکې د کربلا د پاڅون اتله او اصلي بشپړونکی شخصیت و.

د عایشه عبدالرحمن ژوندلیک ته یوه کتنه

بنت الشاطی (Dr. Bint al-Shati) د عایشه عبدالرحمن مستعار نوم دی، چې یوه نامتو مصري لیکواله او مفکره وه.

هغې د ۱۹۱۳ کال د نومبر په ۶ ، د مصر په شمال کې په  دمیاط  ښار کې وزېږېده. هغه ټولنیز چاپېریال چې عایشه پکې لويه شوه، د هغې د فکري ودې په جوړولو کې مهم رول ولوباوه. پلار ئې د الازهر عالم و او هغې ته ئې اسلامي روزنه ورکړه؛ له ماشومتوبه د پلار له فقهي او ادبي مطالعو سره اشنا وه.

«بطلة کربلاء» روایت قهرمانی زینب(س) از لابه‌لای سوگنامه‌ها

هغې قرآن کریم د خپل ښار په قرآني ښوونځي کې حفظ کړ او په ۱۳۴۸هـ ق/۱۹۲۹م کال کې یې له همدې دارالقرآن څخه د تدریس سند واخیست او په ټول مصر کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ.

هغې خپلو لوړو زده کړو ته  تر دوکتورا یا پی ایچ ډي  پورې دوام ورکړ او په ۱۳۶۹هـ ق/۱۹۵۰م کال کې یې د عربي ادبیاتو پی ایچ ډي ډګري  واخسته.

هغې له تدریسه ژورنالېزم ته مخه کړه او د مې زیاتې (نامتو مصري ادیبې) وروسته، دوهمه ښځه وه چې د مصر په مطبوعاتو، په ځانګړي ډول د «الاهرام» ورځپاڼې لپاره ئې لیکنې کولې.

د بنت الشاطی آثار زیاتره د قرآني مطالعاتو، د قرآن ادبي تفسیر او د اسلام د سترو ښځو د ژوندلیکونو په اړه دي. هغې د قرآن په تفسیر کې نوښتګر لید درلود او هڅه یې کوله چې د هغه ادبي او بلاغي اړخونه په دقت وڅېړي

د هغې په مشهورو آثارو کې !؛

«التفسیر البیانی للقرآن الکریم» (د قرآن ادبي او بلاغي تفسیر)،

«نساء النبی» (د رسول الله ﷺ د مېرمنو ژوندلیک)،

«بطلة کربلاء (زینب بنت علی)» (د کربلا اتله؛ د حضرت زینب(س) ژوندلیک)،

او «أم النبی» (د پېغمبر ﷺ د مور، آمنې، ژوند) شامل دي .

د هغې پر  ګڼو لیکنو سربېره، دلته د حضرت زینب(س) د وفات د کلیزې په مناسبت د هغې د مهم کتاب «بطلة کربلاء» (د کربلا اتله) پېژندنه کېږي.

د کربلا اتله د ادبیاتو له دریڅې!

«بطلة کربلاء» روایت قهرمانی زینب(س) از لابه‌لای سوگنامه‌ها

کتاب «بطلة کربلاء» د عایشه عبدالرحمن یو تلپاتې اثر دی چې لا هم د عاشورا له پېښې وروسته د حضرت زینب(س) د ژوند او رول د تحلیل له مهمو او باوري سرچینو څخه ګڼل کېږي. دا اثر یوازې ژوندلیک نه دی، بلکې یوه ادبي او تاریخي څېړنه ده چې په علمي او کره تګلارې سره د دې سترې مېرمنې مقام د اسلامي تاریخ په رڼا کې بیانوي.

دا کتاب د لیکوالې د ادبیاتو او د قرآن د تفسیر له تخصص څخه په ګټې اخیستنې سره  هڅه کوي چې د حضرت زینب کبری(س) شخصیت یوازې د غمجنې خور په توګه ونه ښئي، بلکې هغه د یوې سیاسي مشرې او بې‌سارې ویناوالې په توګه معرفي کړي چې له کربلا وروسته ئې د تاریخ لوری بدل کړ.

«بطلة کربلاء» روایت قهرمانی زینب(س) از لابه‌لای سوگنامه‌ها

د کتاب تر ټولو مهمه ځانګړنه د حضرت زینب(س) د خطبو تحلیل دی. بنت الشاطی، چې خپله د عربي بلاغت او ادبیاتو متخصصه ده، د ابن زیاد او یزید پر وړاندې د حضرت زینب(س) ویناوې یوازې احساساتي فریادونه نه ګڼي، بلکې د فصاحت، بلاغت او منطقي استدلال شاهکارونه ئې بولي.

لیکواله حضرت زینب(س) د عاشورا له پېښې وروسته د بحران د مدیریت کوونکې په توګه معرفي کوي.

«بطلة کربلاء» روایت قهرمانی زینب(س) از لابه‌لای سوگنامه‌ها

https://iqna.ir/fa/news/4327073

captcha