
د ایکنا خبریال د راپور له مخې، د قاریانو، حافظانو، د قرآني چارو د فعالانو او مدیرانو له خوا د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره د بیا ژمنې او له مقام معظم رهبري سره د بیا بیعت مراسم، د انس له محفل سره یوځای،پرون د دوشنبې په ورځ د بهمن د میاشتې په شلمه، د حضرت امام خمیني (رح) په مرقد کې ترسره شول.
د ماسپښین او مازدیګر جماعت لمونځ د حجتالاسلام والمسلمین سید حسن خمیني په امامت ادا شو.
د ملي رسنیو ویاند، هادي صلحجو،د پروګرام اجرا پر غاړه لرله او مراسم د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت او د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي سرود په غږولو سره پیل شول. وروسته د دارالقرآن الکریم د سازمان مشر او د سباؤن لسیزې د قرآني کمېټې مشر، حجتالاسلام والمسلمین علي تقيزاده، د ځینو قرآني آیتونو د تدبر په اړه خبرې وکړې.
دغو دستورو د نړیوال قاري حمیدرضا احمديوفا په تلاوت سره دوام وموند. همدارنګه، محمدامین نبيلو، چې یو ځوان قاري دی، د قرآن کریم آیتونه تلاوت کړل.
د راپور له مخې، د قرآني فرهنګ د پراختیا د شورا او د اسلامي تبلیغاتو د ادارې مشر، حجتالاسلام والمسلمین محمد قمي، په خپلو خبرو کې د اسلامي انقلاب د راپنځیدو او دوام په بهیر کې د قرآن پر مرکزي رول ټینګار وکړ او وې ویل چې ټولنه باید د «قرآني ژوند» د تحقق پر لور حرکت وکړي.
همدارنګه، د امام خمیني (رح) د سپېڅلي حرم تولیت، حجتالاسلام سید حسن خمیني، په خپلو خبرو کې د اروښاد امام د فکر او د قرآن کریم د معارفو ترمینځ پر ژور تړاؤ ټینګار وکړ.
د دې مراسمو له مهمو برخو څخه د قرآني ټولنې د اعلامیې لوستل او د ارواښاد امام له آرمانونو سره د بیا ژمنې مراسم وو.
د امام خمیني (رح) د سپېڅلي آستان د قرآني مرکز د فعالیت د پیل مراسم او د اردوژبې ډلې له لوري د آییني موسیقۍ اجرا هم د دې پروګرام نورې برخې وې.
https://iqna.ir/fa/news/4333346