IQNA

په الجزایر کې د قرآن چاپ د تاریخچې نندارتون پرانیتسل کیدا

16:23 - March 16, 2026
د خبر لمبر: 3492572
ایکنا -  د قرآن کریم د چاپ د تاریخچې ځانګړی نندارتون د کب د میاشتې په درویشتمه نیټه  د الجزایر په پلازمینې الجزیره کې پرانیستل شو.

ایکنانیوز دالاتحاد له قوله راپور راکړ،دغه نندارتون، د الجزایر د دینی چارو او اوقافو  د وزارت په همت سره  او د قرآن د چاپ ،نشر او د هغه د ویشلو  په باب په اهتمام کې د دغه هیواد دفعالیتونو د بیانولو په لړ کې ترسره شوی دی.

 دغه پيښه  تر پنځو ورځو پورې دوام لري  او موخه ئې  په الجزایر کې د قرآن چاپ له لارې سره بلندیا او دهغو موخې  او دغه راز په مختلفو تاریخي مراحلو کې  د قرآن د خدمت لپاره ددغه هیواد د هڅو رابرسیره کول دي.

د الجزیره  په قرآنی نندارتون کې ،د هغو چاپی قرآنونو ډيرې نمونې نندارې ته وړاندې شوي دي چې  د الجزایر  د خپلواکئ له وخت راهسې ، ددغه هیواد د اوقافو وزارت په څارنې سره چاپ شوي دياو یو شمیر قرآنونه هم  له تیرو پړاؤنو سره اړونده دي چې په هغو کې په قدیمي خط لیکل شوي قرآنونه هم شامل دي ، عمومی نندارې ته وړاندې شوي دي.

د الجزایر  نندارتون  د مختلفو عمر لرونکو کسانو له بیلابیلو ډلو  هرکلی سره مخ شوی  او ترسره کونکو په کتونکو کې د قرآڼ کریم وړیا نسخې هم ویشلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4341108

captcha