
ایکنانیوز د شفقنا له قوله راپور راکړی، د مځکې له لارې سږکال د حج د مناسکو د ترسره کیدا لپاره د سفر په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې د ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني فتوا صادره شوې چې متن ئې په دې ډول دی.
پوښتنه؛ زه سږکال د ۱۴۰۵لمریز کال د حج تمتع د سفر لپاره روان یم ، خو پوښتنه دا ده چېآیا د جنګ له شرائطو سره او د مځکنئ لارې د سختو شرائطو ته پام سره واجب ده چې حتما باید حج ته لاړشم؟
ځواب ؛
بسمه تعالی
هرڅوک د مځکې له لارې حج ته د تلو په وجه د نادود تاوان ویره لري او یا دهغه زیات سټریس او اندیښنې پّ دلیل چې هغه ئې لري، له نادود تاوان سره مخ کیږي(یعني داسې سختي او مشقت چې معمولا د زغملو وړ نه وي)، په روان کال کې حج ته د تلو وجوب له هغه ساقط کیږی.یعني په داسې شرائطو کې پر هغه واجبه نه ده چې د مځکې له لارې حج ته لاړ شي.
https://iqna.ir/fa/news/4344851