د ایکنا د راپور له مخې، چې د «العالم» خبری چینل په حواله ئې راکړی ، راغلي دي، د لندن، اسلو، هیګ، هامبورګ، روم، بروکسل او سټاکهم ښارونو واټونه او اسلامي مرکزونه په وروستیو شپو ورځو کې د هغو عزادارانو کوربه وو چې د بېلابېلو هېوادونو او ژبو خلک وو او د سیدالشهدا (ع) د بیرغ تر سیوري لاندې ټول شوي وو، څو هغه تاریخي حماسه ژوندۍ وساتي چې له پېړیو راهیسې د نړۍ د آزادو او پتمنو انسانانو لپاره الهامبښونکې ده.
د دغو مراسمو له تر ټولو ستر او ولولناکو پروګرامونو څخه یو د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۳۰ ، د ناروې په پلازمېنې اسلو کې ترسره شو. کابو دوه زره شیعه مسلمانانو او د اهلبیت (ع) مینهوالو، چې د بېلابېلو هېوادونو او قومونو استازي وو، د «عاشوراتوګ» په نوم لاریون کې ګډون وکړ او د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د مېړانې، قربانۍ او مقاومت یاد ئې تازه کړ.
په دې لاریون کې د «لبیک یا خامنهای» شعارونه هم اورېدل کېدل او یو شمېر ګډونوالو د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغونه له ځان سره لېږدول، څو د عاشورا د پیغام او د اوسمهاله مقاومت ترمینځ، چې د ظلم، نیواک او سلطې پر وړاندې ولاړ دی، اړیکه څرګنده کړي.
خپرو شوو انځورونو ښودلې چې د حسيني شعارونو ترڅنګ د مقاومت له آرمانونو سره د وفادارۍ شعارونه هم پورته کېدل او د ناروې د پلازمېنې په واټونو کې د عاشورا تور او سور بیرغونه د ایران د بیرغ ترڅنګ رپېدل.
د هالنډ په لاهې ښار کې هم د عاشورا لاریون تېر ې یکشنبې ورځې ترسره شو.
د جرمني د هامبورګ ښار د پنجشنبې په ورځ د عاشورا د لاریون کوربه و.
د بلجیم په بروکسل کې د «مهدیه» اسلامي مرکز هم د غبرګولي له ۲۵ نېټې راهیسې د فارسۍ ژبو عزادارانو او د اهلبیت (ع) د نورو مینهوالو په ګډون د محرم د لومړۍ لسیزې مراسم ترسره کړي دي.
ورته مذهبي پروګرامونه د سویډن په سټاکهم او نورو ښارونو کې هم په فارسي، عربي او سویډني ژبو جوړ شوي، چې د بېلابېلو نسلونو مسلمان مهاجر ئې د سیدالشهدا (ع) د بیرغ تر سیوري لاندې ټول کړي دي.
داپه داسې حال کې دي چې د برلین د عاشورا ستر لاریون ټاکل شوې نن شنبې په ورځ ترسره شي. د مراسمو تنظیموونکو له ټولو آزادو انسانانو او د ظلم مخالفانو څخه غوښتي چې په دې لاریون کې ګډون وکړي او د «هیهات منا الذله» تلپاتې شعار د جرمني په پلازمېنې کې پورته کړي.
په انګلستان کې هم د انګلستان اسلامي مرکز او لسګونو جوماتونو، حسینیو او اسلامي مرکزونو په لندن او نورو ښارونو کې د تاسوعا او عاشورا د ماتم مراسم ترسره کړي دي، او دغه راز د عاشورا اصلي لاریون د جمعې په ورځ د لندن په مرکزي سیمې کې ترسره شو.
https://iqna.ir/fa/news/4360382