IQNA

د مصر د فوټبال سټار یا ستوري ته د قرآن کریم ډالۍ

15:38 - July 19, 2026
د خبر لمبر: 3493044
قرآنی  او فتبال
ایکنا- د مصر د دقهلیه ولایت والي د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د مصر د ملي لوبډلې او د «الاهلي» کلب د ستوري امام عاشور د هڅو او بریاوو د درناوي په موخه هغه ته د قرآن کریم یوه نسخه ډالۍ کړه.

د ایکنا د راپور له مخې، د دقهلیه والي ډګر جنرال طارق مرزوق، د مصر د ملي لوبډلې او الاهلي کلب د مشهور لوبغاړي امام عاشور د ستاینې په موخه، هغه ته د ولایت د ستاینلیک ترڅنګ د قرآن کریم یوه نسخه هم ډالۍ کړه.

هغه د قرآن کریم د همدې نسخې په لومړۍ پاڼه کې د پلارني احساس، مینې او اخلاص څخه ډک لاسلیک شوی پیغام ولیکه او د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې ئې د امام عاشور او د هغه د ملګرو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

دغه مراسم هغه مهال ترسره شول چې والي  امام عاشور د هغه له کورنۍ سره یوځای د والي په دفتر کې ومانه. دا غونډه د نړیوال جام پر مهال د مصر د ملي لوبډلې لپاره د امام عاشور د غوره لوبو او د مصري مینه‌والو د خوښۍ د رامنځته کولو په ویاړ جوړه شوې وه.

طارق مرزوق په خپل لاسلیک شوي پیغام کې ولیکل: د خداي تعالی په نوم، چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی. د قرآن کریم دغه مبارکه نسخه خپل ګران زوی، امام عاشور، چې د مصر د ملي لوبډلې له اتلانو او د دقهلیه ولایت، په ځانګړې توګه د سنبللاوین ښار له ویاړونو څخه دی، ډالۍ کوم. دا ډالۍ د هغه او د نورو اتلانو د هغو بې‌سارې بریاوو په ویاړ ده چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې یې ترلاسه کړې. دعا کوم چې هغه تل د دې سپېڅلي کتاب ساتونکی وي او د مصر د خلکو لپاره د ویاړ او خوښۍ سرچینه پاتې شي.»

والي ټینګار وکړ چې ریښتینی بریالیتوب تل له اخلاقي ارزښتونو او دیني او ملي اصولو سره د ژمنتیا په مټ ترلاسه کېږي.

طارق مرزوق وویل، د دقهلیه خلک په هر هغه چا ویاړي چې د داسې بریا لامل شي چې د مصر مقام لوړ کړي.

د والي دغه لاسلیک شوی پیغام په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او ډېرو کاروونکو د هغه صادقانه او پلارني احساسات او د ایمان او هیلې ډک پیغام وستایه؛ هغه پیغام چې د مصر د فوټبال د یوه داسې لوبغاړي لپاره لیکل شوی و چې د دقهلیه له تر ټولو مشهوروبچیانو څخه شمېرل کېږي او خپل نوم یې د مصر د فوټبال په تاریخ کې ثبت کړی دی.

امام عاشور د ۲۰۲۶ نړیوال جام د مصر له اغېزشیندونکو لوبغاړو څخه و. هغه د بلجّیم او اسټرالیا پر وړاندې دوه مهم ګولونه ووهل او د خپلې لوبډلې په بریاوو کې یې مهم رول ولوباوه.

https://iqna.ir/fa/news/4364621

captcha