د ایکنا د راپور له مخې، چې د العالم چینل او د پولیتیکو ورځپاڼې له قوله یې خپور کړی راغلي دي، دا کمپاین د ناروې د فوټبال فیډریشن د مشرې لیزه کلاونس په مشرۍ روان دی. نوموړې چې حقوقپوهه او د ناروې د ښځو د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې ده، دا مهال د اروپا د فوټبال ټولنې (یوفا) د اجرائیوي کمېټې غړې هم ده.
هغې د دې پر ځای چې په یو اړخیز ډول سیالۍ بایکاټ کړي، هڅه کړې چې د اسرائیلي رژیم د مجازاتولو موضوع د فیفا او یوفا د رسمي چوکاټونو له لارې د اروپا د فوټبال د پرېکړو په بهیر کې شامله کړي.
کلاونس مخکې ویلي وو: «موږ باور لرو چې اسرائیلي رژیم باید وځنډول شي، ځکه دا د قوانینو د پلي کېدو مسئله ده.» هغې ټینګار کړی و چې د فیفا او یوفا د اساسنامو د احتمالي سرغړونو په اړه بحث باید ونه درېږي او ورزشي بنسټونه نه شي کولای د غزې د پراخ بشري کړاو پر وړاندې بېپروا پاتې شي.
د ناروې د فوټبال فیډریشن د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د اسرائیلي رژیم پر وړاندې د لوبې له بایکاټولو ډډه وکړه، ځکه د انضباطي ماتې په بڼه کې به درې امتیازه همدې رژیم ته ورکول کېدل او د صعود چانس به ئې زیات شوی وای. ناروې په پای کې دغه لوبه د ۵ ـ ۰ په پایله وګټله.
فیفا او یوفا د اوکراین د جګړې له پیل وروسته د روسیې ملي او کلبي لوبډلې په چټکۍ سره وځنډولې، خو د غزې د جګړې او د فلسطینیانو د حقونو د خلاف ورزئ له تورونو سره سره، د اسرائیلي رژیم ورزشي لوبډلې لا هم په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.
د فلسطین د فوټبال فیډریشن له خوا ثبت شوې دوسیه، د غزې پر ضد د اسرائیلي رژیم د بریدونو ترڅنګ، د فلسطیني او عربي ورزشکارانو پر وړاندې توپير او همدارنګه د لوېدیځې غاړې په غیرقانوني مېشت ښارګوټو کې د مېشتو کلبونو ګډون د دغه رژیم په فوټبالي سیالیو کې د شواهدو په توګه وړاندې کوي.
د دې دوسیې ملاتړي حقوقپوهان وایي، دا اقدامات د فیفا له هغو مقرراتو سره په ټکر کې دي چې د توپیر مخنیوی، د بشري حقونو درناوی او په نیواوکي سیمو کې د کلبونو د فعالیت اصول تنظیموي.
پولیتیکو ارزونه کړې چې د ناروې د ګډون له امله، د اسرائیلي رژیم د تعلیق غوښتنه یوازې د عربي او آسیایي فیډریشنونو تر غوښتنو محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې اوس د اروپا د فوټبال په جوړښت کې هم پر یوې جدي موضوع بدله شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4364413