د ایکنا د راپور له مخې، چې د alsaudi.news له قوله خپور شوی راغلی دي، په دغه بېساري اثر کې د قرآن کریم ټولې سورې د مسجدالحرام د یوې تفصیلي هنري نقشې په بڼه ځای پر ځای شوي دي. دا اثر د خوشنویسۍ دقت، د قرآن کریم د متن معنویت او د بصري جوړښت ښکلا په زړه پورې ډول سره یوځای کوي.
دغه قرآني خطي نسخه د هغو حاجیانو د سفر د یوې برخې کیسه بیانوي چې د سره سمندر له لارې مکې معظمې ته تلل. دا اثر د قرآن کریم سپېڅلتیا، د اسلامي خوشنویسۍ ښکلا او د مسجدالحرام انځور سره نښلوي او د اسلامي هنر او د حج د تاریخي لارو ترمنځ د اړیکې یوه هنري بېلګه ګڼل کېږي.
دا اثر د هندوستان په میسور ښار کې د ۱۸۵۹ او ۱۸۶۰ میلادي کلونو ترمنځ د غوث محبوب غالب له خوا جوړ شوی دی. دغه نسخه د دیواني خط په بڼه، په تور رنګ او تذهیب سره پر غټ کاغذ لیکل شوې ده. د اثر په منځ کې د کعبې یو دایروي انځور لیدل کېږي، چې د مسجدالحرام د تاریخي ودانیو او معمارۍ ځانګړنې منعکسوي.
د دې اثر تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې د قرآن کریم ټولې سورې د تابلو په بېلابېلو برخو کې په ډېر ظریف او دقیق خط لیکل شوي دي.
د قرآن متن د تابلو له پورتنۍ برخې څخه د فاتحې سورې په پیل سره شروع کېږي او تر والناس سورې پورې دوام لري. دا شاهکار د مسلمانو خوشنویسانو د لوړ مهارت او د قرآن کریم د خوشنویسۍ په هنر کې د هغوی د بېساري دقت څرګندونه کوي.
د تابلو بصري ډیزاین هم د هغې هنري ارزښت لا لوړ کړی دی. کعبه د انځور په منځ کې ځای لري او شاوخوا یې د مسجدالحرام تاریخي ودانۍ ښکاري، په داسې حال کې چې د قرآن کریم آیتونه او سورتونه له تزئیني نقشونو او معمارۍ سره په ښکلي ډول یوځای شوي او د متن او انځور ترمنځ ئې زړه راښکونکې همغږي رامنځته کړې ده.
د دې خطي نسخې ارزښت یوازې هنري اړخ ته نه محدودېږي، بلکې د هغو حاجیانو د فرهنګي میراث یوه برخه هم انځوروي چې د خپلو سمندري سفرونو پر مهال ئې مقدسو ځایونو ته له ځان سره وړله.
دا اثر د مسلمانانو له حرمینو شریفینو سره د مینې او لېوالتیا نښه ده او د سره سمندر د بندرونو له لارې ئې د اسلامي هنرونو په بېلابېلو اسلامي سیمو کې د خپرېدو مهم رول لوبولی دی.
د «بحر الایمان» تالار دغه اثر د قرآنونو، خطي نسخو او د حج له سفرونو سره د تړلو نادرو تاریخي آثارو ترڅنګ نندارې ته وړاندې کړی او د هغو حاجیانو د فرهنګي میراث یوه برخه بیانوي چې د سره سمندر له لارې مقدسو سیمو ته تلل او له مکې معظمې سره یې ژوره معنوي اړیکه لرله.
https://iqna.ir/fa/news/4364687