IQNA

 په مصر کې د نړیوالو قرآني سیالیو د شفاهي ازموینو ترسره کېدل

19:15 - July 30, 2026
د خبر لمبر: 3493104
ایکنا- د مصر د نړیوالو قرآني سیالیو د درې دېرشم پړاو د ګډونوالو وروستۍ شفاهي ازموینې ترسره شوې

د ایکنا خبري آژانس د راپور له مخې، چې د صدی البلد له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د مصر د اوقافو وزارت د هغو کسانو د وروستۍ مرکزي شفاهي ازموینې  د ترسره کیدا خبره کړې چې د دې هېواد د نړیوالو قرآني سیالیو د درې دېرشم پړاو لپاره وړ بلل شوي وي.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې دغه ازموینې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۹مه (د زمري ۷مه)، د قاهرې د باب اللوق سیمې په الرحمه جومات کې، چې د وزارت د پخوانۍ ودانۍ ترڅنګ موقعیت لري، ترسره شوي. ګډونوال  د سهار په لسو بجو حاضر شول او د امتحان اخستونکو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل..

په دې ازموینو کې  د قرآن کریم حفظ، تجوید او تلاوت، د آیتونو د مفاهیمو درک او د نزول د اسبابو پېژندنه ارزول کېږي، او غوره کسان به د مصر استازي په درې دېرشمه نړیواله قرآني سیالۍ کې وي.

د مصر د نړیوالو قرآني سیالیو درې دېرشم پړاو به په ۲۰۲۶ کال کې د نامتو مصري قاري شیخ عبد الفتاح شعشاعي د یاد او نوم په ویاړ ترسره شي

د مصر د اوقافو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دغو سیالیو موخه د قرآن کریم د حافظانو ملاتړ، د قرآني فرهنګ خپرول او د قرآني نخبه‌ګانو هڅول دي، څو د قرآن کریم حفظ، تدبر او د الهي آیتونو د معناوو په پوهېدو کې لا زیات پرمختګ وکړي.

د یادونې وړ ده چې د مصر د نړیوالو حفظ او قرائت سیالیو بېلابېل پړاوونه د دې هېواد د سترو قاریانو په نوم ترسره شوي دي؛ د دغو سیالیو شپږ ویشتم پړاو د شیخ محمود خلیل الحصري، اووه ویشتم پړاو د استاد عبدالباسط عبدالصمد او دوه دېرشم پړاو د نامتو مصري او اسلامي نړۍ د قاري استاد شحات محمد انور د یاد په نوم ترسره شوی و.

https://iqna.ir/fa/news/4366690

captcha