کد خبر: 1236145
تاریخ انتشار : ۰۸ خرداد ۱۳۹۲ - ۱۷:۵۸
ايت الله خامنه ای

كانديدان دې، په رسندويی تبلغياتو كښې په حقيقتونو تكيه وكړی او په سمو معلوماتو عمل وكړی

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د اسلامی شورا د جوړيدو د كليزې په مناسبت ،د پارلمان له استازو سره په كتنه كښې وفرمايل د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو كانديدان په خپلو تلويزيونی او راډيویې پروګرامونو كښې درنې دندې په غاړه لری ،دوئ بايد ځير وی د خلكو د پام د جلبولو لپاره له حقيقته ليرې خبرې ونكړی او يوازې د ځان او د هيواد د حالاتو په اړه حقيقت ووايی او د خلكو د رايو د ترلاسه كولو لپاره نور كانديدان تخريب نكړی .


سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د اسلامی شورا د جوړيدو د كليزې په مناسبت ،د پارلمان له استازو سره په كتنه كښې وفرمايل د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو كانديدان په خپلو تلويزيونی او راډيویې پروګرامونو كښې درنې دندې په غاړه لری ،دوئ بايد ځير وی د خلكو د پام د جلبولو لپاره له حقيقته ليرې خبرې ونكړی او يوازې د ځان او د هيواد د حالاتو په اړه حقيقت ووايی او د خلكو د رايو د ترلاسه كولو لپاره نور كانديدان تخريب نكړی .


د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ولسمشرۍ د ټاكنو له كانديدانو د اصلح كس د معلومولو لپاره د خلكو په هوښيارۍ ، پوهې، خبرتيا او بصريت ټينګار وكړ او ویې فرمايل په سياسی مسئلو كښې د ايران د خلكو د بصيرت او پوهې لوړې سویې ته په پام سره ،او هغه زمينو ته په پام سره چې د راډيو تلويزيون ادارې د غوره كانديدانو لپاره برابرې كړی ،په ټاكنو كښې مطلوبو پايلو ته د رسيدو لپاره لوړ امكانات موجود دی .



د اسلامی انقلاب ستر لارښود ځينو كسانو ته په ټاكنو كښې د رهبرۍ د نظر د انتساب موضوع رد كړه او په ډاګه یې كړه دغه خبرې سمې نه دی ،ځكه څوك نه پوهیږی ،رهبری چې د نورو خلكو په څير يوازې يوه رايه لری ،چا ته به رايه وركړی .



د رهبرۍ ستر مقام د ټاكنو ولوله ناك ترسره كيدل د دښمنانو د ګواښونو ختمونكی او د ايران د آمنيت ، اقتدار او مصؤنيت زمينه جوړونكی وباله او زياته یې كړه د ايران اسلامی جمهوری نظام جرړه لری او په خلكو متكی دی .



د اسلامی انقلاب ستر لارښود،درست بايد هڅې وكړی څو ولوله ناكې ټاكنې وشی،درست خلك پكې پراخ ګډون ولری ،ځكه د اسلامی انقلاب د بريالی توب له لومړيو تراوسه د اسلامی نظام پياوړتيا او اقتدار په ولسی شتون او ملاتړ سره دی .



د رهبرۍ ستر مقام د ايران او اسلامی شورا تر مينځ ملګرتيا كښې انصاف ،په دوه پلوه تعامل او قانون د رعايتولو په اړتيا ټينګار وكړ او دغه چلند یې د اهميت نښه وبلله او ویې فرمايل مقننه او مجريه قوه هر يو د قانون له مخې خپلې روښانه دندې او حدود لری چې بايد هغه وساتی او له يوه بل سره تعامل ولری .



حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ،د ايران په لسم پارلمان كښې د متخصصو كسانو شتون د لايحو او طرحو د كارپيژاندو او دقيقی څیړنې لپاره د اسلامی شورا د لوړ ظرفيت نښه وبلله او زياته یې كړه ، د سياسی دریځونو له كبله د ايران اسلامی شورا تير كال سم او په ځای دریځونه ونيول .


1235931


captcha