کد خبر: 1242120
تاریخ انتشار : ۲۲ خرداد ۱۳۹۲ - ۱۷:۴۰
حضرت ايت الله خامنه ای

د ايران ملت به يو بيا دښمن ناكام او نهيلی كړی

د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، ټينګار وكړ چې د ايران ملت د رايو صندقونو ته په ډېر شتون او ځواكمن حركت له اسلامی نظام سره خپله ټينګه اړيكه او پيوند ثابته او دښمن به يوځل بيا ناكام او نهيلی كړی.


سياسی او ټولنيذه دله: د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، ټينګار وكړ چې د ايران ملت د رايو صندقونو ته په ډېر شتون او ځواكمن حركت له اسلامی نظام سره خپله ټينګه اړيكه او پيوند ثابته او دښمن به يوځل بيا ناكام او نهيلی كړی.


د ايران د قران نډیړال خبری ايچنسۍ ايكنا د يؤ اساس، د ايران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مشر، حضرت آيت الله خامنه ای، نن د حضرت ابا عبدالله الحسين (ع) په نيكمرغه ميلاد كې د خلكو د مختلفو پرګنو د زرګونو كسانو په ولولناكه ليدنه كې، قانون پالنه په ولسمشريزو ټولټاكنو كې د ملت د ستاينې وړ چاره وبلله او په ټولټاكنو كې یې د ګډون لپآره د خلكو د مباركې ولولې او شور ستاينه وكړه.



هغوی د حضرت امام حسين ع د نيكمرغه زوكړې په مباركۍ سره، د ملت ولوله او انتخاباتی جذبه، د سياسی حماسې د بڼې خپلولو نښه وبلله او زياته یې كړه چې سياسی حماسه له همداننه پيل شوې او دخلكو په ملاتړلو، توكل او هيلې سره به د جمعې په ورځ به خپل اوج ته ورسېږی او په حقيقی معنا به پرځایښت ومومی.



حضرت ايت الله خامنه ای د غبرګولی د ۲۴مې ټولټاكنې د ځانګړی رنګ او بوی درلودونكې وبللې او زياته یې كړه چې د اسلام،انقلاب او ايران دښمنانوخپل ټول مالی، رسانه ايی او سياسی امكانات په كار اچولی تر څو خلك له نظامه بيل او پر ټولټاكنو او د ټولټاكنو په ترسره كونكې ارګان یې بد ګمانه كړی، خو ملت به د جمعې په ورځ د رایې اچولو صندقونو ته په ورتګ كې په ډېر شتون سره، د خپل ستر قدرت نندارې ته په وړاندې كولو سره، دښمن ته يوځل بيا ماتې وركړی او نهيلی به یې كړی.



هغوی د غبرګولی د ۲۴مې ټولټاكنې د ايران د ملت لپاره ستره او مهمه تجربه وبلله او ویې ويل: په ټولټاكنو كې د ملت يوموټی، متحد، ولولناك، ځواكمن او هيله مند شتون او د خلكو او چارواكو د متقابل باور پياوړتيا او ساتل ددښمن د نهيلۍ،ددباونو كمېدو او ددښمن د ناكارندوالی لامل ګرځی.



د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام د ټولټاكنو بهير تر اوسه پورې ښه بهير وباله او زياته یې كړه چې په دې ټولټاكنو كې د خلكو خبره قانون پالنه ده او ټول خلك په هرځای كې قانون ته د ژمنتيا د اړتيا خبرې كوی چې دغه مسئله ډېره ارزښتمنه او څرګنده ده.



حضرت آيت الله خامنه ای همدارنګه د راډيو ټلويزيون په مناظرو كې د اته ډوله نظر او په اته ګروهنې سره، د اتو نوماندانو خبرې، د نوماندانو له مختلفو ليدتوګو او افكارو څخه د خلكو د خبريدو لامل او د ايران په اسلامی جمهوريت كې د بيان د آزادۍ نښه وبلله او د ملی رسنۍ له دې ګټور او ارزښتمن حركته په قدرونې سره یې زياته كړه چې پر اسلامی جمهوری نظآم پرورې تور لګونكی له كالو كالو راهيسې چيغې وهلې چې په ايران كې آزادی نشته او ميكروفون نه وركوی، خو اوس وشرمېدل.


1241892


captcha