کد خبر: 1298722
تاریخ انتشار : ۱۳ مهر ۱۳۹۲ - ۲۱:۰۹
د اسلامی ايران د ټولو قواؤ ستر قوماندان ايت الله خامنه ای

پر غير منطقی امريكايانو هیڅ باور نشو كولای

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د پوځی زده كړو د فارغ التحصيلانو په دستورو كې وفرمايل ، مونږ د حكومت د ډيپلوماسۍ له خوښته ملاتړ كوو او ډيپلوماټيكو هلو ځلو ته ډير اهمیَت وركوو او هغه څه چې نيويارك ته په وروستی سفر كې ترسره شوی ملاتړ كوو البته ځينی هغه څه چې په دغه سفر كې رامينځةشوی زمونږ په نظر سم نه وو خو د حكومت ډيپلوماټيك پلاوی ته خوشبينه يو



د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د پو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه پر امريكايانو بدبينه يو او پر هغوی هیڅ باور نه لرو ، دامريكا حكومت بې باوره ، ځان منامه ،غير منطقی او پرژمنو عمل نه كونكی دی او دنړيوال صهونيزم د چينل په نيواك كې داسې حكومت دی چې دصهونيسټانو په خاطر مجبوره دی له غاصب رژيم سره معامله وكړی او نرمښت ورته وښئ .


ښاغلی ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای همداراز داسلامی نظام لوړآئیډيالونه او ملی عزت داسلامی انقلاب او دايران دملت دموخو دپرمختګ اصلی عناصر وبلل دملی وحدت او اسلامی نظام دداخلی جوړښت دپياوړتيا ترڅنګ ئې دوسله وال ځواك دفاعی پياوړتيا او چمتوالی ضرورت ته په اشارې سره وفرمآئيل ، دحكومت داوسنی ډيپلوماټيك خوځښت ملاتړ كوو ځكه دملت خدمت كونكی حكومت باندې باور لرو او ورته خوشبينه يو


د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم دا راز په دې خبرې په ټينګار سره چې دايران ملت هیڅكله د يوه هيواد لپاره هم ګواښ نه دی ،خو دوسله وال ځواك پياوړتيا داسلامی نظام دامنيت دساتلو لپاره خورامهم عامل ګڼی زياته كړه دپوّځ ،سپاه پاسدارانو ،بسيج او پوليسو پشمول ټول ځواك بايددډښمنانو ددسيسو په وړاندې يو پياوړی حصار شی


د اسلامی ايران دټولو قواؤ ستر قوماندان د ايران دملت د دښمنانو د وامدارو او كركيجنو ګواښونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ ټول هغه كسان چې د ايران ګواښل ئې يو عادت جوړ شوی پوه دې شی چې دايران دملت په ضد هرډول شرارت ته سخت او جدی ځواب وركړل شی


ښاغلی حضرت ايت ا.. العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړې دايران ملت هم دخپلو ګټو او آئیډياؤ ددفاع په لاره كې سخت مقاومت ښئ او هم سولې او ګډژوند اوسلامتيا ته خپله ګروهنه وړاندې كوی ځكه دادواړه ديوه بل ترڅنګ دی . دوی همدرااز دايران داسلامی جمهوريت دپوځ په تيره بيا دهوائی ځواك میړنتوب اوسرښيندنې وستايلې اودسپیڅلی دفاع د ارزښتمنو شهيدانو دياد او خاطرې ئې درنښت وكړ


د پوځی زده كړو د فارغ التحصيلانو اومې ګډې دستورې نن په تهران كې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود او دټولو قواؤ ستر قوماندان په شتون سره ترسره شوې.


1298488


captcha