کد خبر: 1305483
تاریخ انتشار : ۲۸ مهر ۱۳۹۲ - ۲۰:۲۱

هنيه د مصر سورېې او لبنان په داخلی چارو كې لاس وهنه رد كړه

د فلسطين د منتخب دولت لومړی وزير اسماعيل هنيه وويل مونږ د هیڅ كوم بل هيواد په داخلی چارو كې لاس وهنه نه كوو او زمونږ وسلې هم له اسرائيلو پرته د بل چا په لور نه اوړی.



د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Palestine Info»، یې نقلوی چې د فلسطين د منتخب دولت لومړی وزير اسماعيل هنيه وويل د سينا دښتې په پیښو كې مونږ لاس نه لرو او د مصر له حكومت هم له دوستۍ پرته د بل څه تمه نه لرو .


د مصر فوځ په دې وروستيو كې د غزې په سرحدی سيمو كې عملياتو ته زور وركړی او په دې سيمه كې ېې څو د فلسطينيانو ودانۍ او بې شميره تونلونه چې فلسطينيان ترې د غذايی او د اړتيا وړ موادو د واردلو لپاره ګټه اخلی نړولی دی.


بشار الاسد هم څو ورځې وړاندې وويل مصر او سوريه د اخوان المسلمين او حماس په څير له مشترك دوښمن سره مخ دی .


له بلې خوا په لبنان كې تښتول شوی دوه تركی پيلوټان هم پرون هغه مهال آزاد شول چې په سوريه كې وسله والو ۹ لبنانيان خوشی كړل .


د سورېې دولت هم وايی په حلب كې ېې په زندان د وسله والو بريد شاته تمبولی او اوس يواځې د عراق او شام د اسلامی حكومت په نوم ډلې يو څو جنګيالی د زندان په شا او خوا كې شته، په دې زندان دری ورځې وړاندې بريد شوی ؤ.


1305277


captcha