د ایران د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د ملت پر ضد د امریکا جنایتونو او د سلطې د نظام او امریکا په وړاندې د ایران د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی مبارزو ته په اشارې سره څرګنده کړه حضرت امام خمینی ره د ایران د ملت په وړاندې د امریکا او د سلطې د نظام د ټولو دسیسو په وړاندې هوښیار ؤ او غوڅ دریځ ېې درلود .
ښاغلی کرمانی د برتانېې د پخوانی بهرنیو چارو وزیر جک ستراو څرګندونې هم چې له بې بې سی سره ېې په مرکه کې کړې وې د ایران د ملت په وړاندې د امریکا او برتانېې په دوښمنیو اعتراف وباله او زیاته ېې کړه د ایران د پخوانی شړل شوی پاچا اصلی تصمیم نیوونکی امریکا او برتانیه ؤ او د پاچا طاغوتی رژیم د دې جرئت نه درلود چې د هغوی په وړاندې ودیرږی بلکې د هغوی هر حکم ته مطیع ؤ .
ښاغلی آیت الله موحدی کرمانی هم دا راز د امام حسین علیه السلام د غم لړلې کلیزې د شپو په رارسیدو سره د تسلیت په وړاندې کولو سره څرګنده کړه حضرت امام حسین ع په خپل قیام سره مسلمانانو ته ډیر درسونه ورکړل چې یو ېې هم له دوښمن نه ویریدل دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ښاغلی ایت الله موحدی کرمانی ټینګار وکړ مؤمنان باید د دوښمنان په وړاندې ډاډه او مطمئن وی او په دې باور ولری چې وروستی بریالیتوب د هغوی دی .
1314070