ایکنا- رسول الله(ص) د خلکو، حتی د غیرمسلمانو، د حقوقو په ادا کولو او له هغوی څخه د بخښنې او حلالیت په غوښتلو سره، هغو کسانو ته چې د خلکو د حقوقو په ادا کولو کې لټي کوي، د هر ډول عذر او توجیه لار تړلې او په خپل دغه چلند سره ئې پر ټولو حجت تمام کړی دی.
یکنانیوز راپور راکوي، ټولنپوه او دیني کارپوه، حجتالاسلام علیرضا قبادي، په یوې لړۍ کې د رسول اکرم(ص) د ژوند هغو هېر شویو او له پامه غورځول شویو اړخونو ته په نوې او عملي کتنې سره بیاکتنه کوي.
رسول الله(ص) د خپل مبارک عمر په وروستیو ۱۴ ورځو کې ناروغ و. د ناروغۍ په یوه ورځ د حضرت علي(ع) او فضل بن عباس په مرسته جومات ته ولاړ او خلکو ته ئې په خبرو کې د خپل مرګ خبر ورکړ. ویې فرمایل: «که ما له چا سره کومه ژمنه کړې وي، هغه دې ووایي، څو یې پوره کړم؛ او که پر ما د چا کوم حق وي، هغه دې هم ووایي، څو ئې ادا کړم.»
د وفات درې ورځې وړاندې، سره له دې چې ناروغي یې ډېره سخته شوې وه، بیا جومات ته ولاړ او خلکو ته یې وفرمایل: «که پر ما د چا کوم حق وي، پورته دې شي او څرګند دې یې کړي؛ ځکه په دې نړۍ کې قصاص اخیستل د قیامت د ورځې له قصاص څخه اسانه دي.
په دې وخت کې «سواده» نومی کس پورته شو او ویې ویل: کله چې له طائف څخه د بېرته راستنېدو پر مهال تاسو غوښتل خپله سپرلۍ حیوان په دُرې ووهئ، هغه دُره زما پر بدن ولګېده. اوس غواړم د هغه ګوزار قصاص واخلم.
رسول الله(ص) امر وکړ چې هماغه دُره دې له کوره راوړل شي، څو قصاص ترسره شي. بیا ئې خپل قمیس پورته کړ او ځان ئې د قصاص لپاره چمتو کړ.
کله چې «سواده» د رسول الله(ص) مبارک بدن ولید، ور وړاندې شو، د رسول الله(ص) بدن ئې ښکل کړ. په دې وخت کې رسول الله(ص) د سواده لپاره دعا وکړه او ویې فرمایل: «خدایه! لکه څنګه چې هغه ستا له پیغمبر څخه تېر شو، ته هم ترې تېر شه.
کله چې رسول الله(ص) له دومره لوړ مقام سره، سره له دې چې د جنت ځېری ورکړل شوی و، بیا هم د خلکو ـ که څه هم غیرمسلمان وي ـ د حقونو د جبران هڅه کوي، نو نور خلک د خلکو د حقونو د نه ادا کولو په اړه د خدای تعالی په وړاندې څه عذر وړاندې کولی شي؟
څنګه کېدای شي یو څوک د رسول الله(ص) د پیروۍ ادعا وکړي، خو په عین حال کې د خلکو کوم حق پرې پاتې وي او له هغوی څخه یې حلالیت نه وي اخیستی؟
داسې ښکاري چې رسول الله(ص) د خلکو، حتی د غیر مسلمانو، د حقوقو په ادا کولو او له هغوی څخه د حلالیت په غوښتلو سره، هغو کسانو ته چې د خلکو د حقونو په ادا کولو کې لټی کوي، د هر ډول عذر او توجیه لار تړلې ده او په خپل دغه عمل سره یې پر ټولو حجت تمام کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4369761