د ایکنا د راپور له مخې چې د کربلاء الآن له قوله یې خپور کړی راغلي دي، د بني عامر موکب هر کال د کربلا ښار او همدارنګه د بینالحرمین سیمې ته د واریدیدا پر مهال، د قرآن کریم د آیتونو او د نبوي احادیثو ستر انځورونه او پیغامونه نندارې ته وړاندې کوي.
د بني عامر سپین لباسه کاروان هر کال د حسيني اربعین په درشل کې خپل سفر له بصرې څخه پیلوي او د صفر میاشتې په ۱۹مه نېټه (چې د دوشنبې، د زمري ۱۲مې سره برابره ده) کربلا معلی ته رسېږي او وروسته د «لبیک یا حسین» په ویلو سره د حضرت امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم په زیارت مشرف کېږي.
دغه موکب هر کال د صفرې میاشتې له پیل څخه د عراق د بېلابېلو دښتو او ښارونو له لارې کابو ۲۵۰ کیلومیتره واټن وهي او د زغم، صبر او د سفر د سختیو په ګاللو سره ځان کربلا ته رسوي.
https://iqna.ir/fa/news/4367810