IQNA

14:51 - August 18, 2026
د خبر لمبر: 3493200

په مصر کې د قرآن کریم د نړیوال  تلاوت ورځې نمانځنه

ایکنا- د قرآن کریم د حفظ له مخې د نړیوال  تلاوت ورځ به د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۳۰مه، چې د روان کال د وږي له ۸مې سره سمون خوري، په مصر کې د الازهر اسلامي مرکز په نوښت ترسره شي.

قرانی محفل

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «صدی البلد» په حواله ئې ر اکړی ،راغلی دي، الازهر د اګست په ۳۰مه د قرآن کریم د نړیوال  تلاوت ورځې د نمانځنې لپاره د پروګرامونو په تنظیم بوخت دی. د دې ورځې موخه دا ده چې ګډونوال په یوه ورځ کې ټول قرآن کریم یا د هغه یوه برخه تلاوت کړي.

دا مناسبت یو کلنی نوښت دی چې په تېر پړاو کې ئې له مصر څخه د څه باندې یو لک  کسانو او له مصر څخه بهر د زرګونو نورو کسانو ګډون شاهد و.

بېلابېلې ادارې، له الازهر سره تړلي د قرآن کریم د حفظ مرکزونه، حکومتي بنسټونه، د الازهر د فارغ التحصیلانو نړیوال تنظیم، د مصر د اسلامي څېړنو ټولنې، د الازهر پوهنتون او د وړکتونونو عمومي اداره، همدارنګه له ټولې نړۍ څخه بنسټونه، مرکزونه اوشخصیتونه د دې ورځې په پروګرامونو کې ګډون کوي.

دا مراسم  د قرآن کریم یوازې د یوې ورځې تلاوت نه دي؛ بلکې د حفظ د ټینګښت، د آیتونو د یادولو د وړتیا او د پرله‌پسې تلاوت د توان د ارزونې لپاره یو عملي ازمېښت هم دی. هر ګډونوال ته دا فرصت ورکوي چې د خپل قرآني زحمت پایلې وویني او د آیتونو د حفظ او تکرار له پړاو څخه د بشپړ مهارت تر مرحلې پورې ورسېږي.

دا مراسم دوه برخې لري:

۱. «بشپړ تلاوت»: په دې برخې کې حافظ په یوه ورځ کې ټول قرآن کریم له حفظ څخه د یوه قرآن ښوونکي یا خپل ملګري په وړاندې تلاوت کوي.

۲. «د سپارې یا جزوې تلاوت»: په دې برخې کې ګډونوالو ته اجازت ورکول کېږي چې د قرآن کریم هره هغه برخه چې ئې تلاوت کولی شي، ولولي. دا برخه د تمرین او پرله‌پسې تکرار له لارې یوه روزنیزه روده ګڼل کېږي چې ګډونوال د ټول قرآن کریم د بشپړ تلاوت لپاره چمتو کوي.

د قرآن کریم د نړیوال  تلاوت ورځې شعار «اقرأ وارتق؛ ولوله او لوړ شه» دی؛ هغه پیغام چې ټولو هغو کسانو ته وړاندې کېږي چې قرآن کریم یې د خپل ژوند په لارې کې له ځان سره مل کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4370203

captcha