IQNA

16:05 - August 17, 2026
د خبر لمبر: 3493194

په بریتانیا کې په جوماتونو کې د باران لپاره د لمانځه د ادا کولو غوښتنه

ایکنا- د بې‌سارې وچکالۍ او د اوبو د سخت کمښت په  اوج کې، چې کرهڼې او چاپېریال له جدي ګواښ سره مخ کوي، په بریتانیا کې مسلمانو علماوو د جوماتونو له امامانو او لمونځ‌کوونکو څخه غوښتي چې د «صلاة الاستسقاء» (د باران غوښتنې لمونځ) سنت بیا راژوندی کړي.  

نماز

د ایکنا د راپور له مخې، انګلستان له یوه ډېر وچ او سخت اوړي سره مخ دی. چارواکو اعلان کړی چې د دې هېواد  کابو  ۷۱.۳  فیصده ځمکه د وچکالۍ تر اغېز لاندې ده او میلیونونه اوسېدونکي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو د مصرف له محدودیتونو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، انګلستان د باران د تر ټولو کمې کچې د ثبت او د تودوخې د پام وړ زیاتوالي له امله، په کابو ۱۹۰ کلونو کې خپله تر ټولو وچه جولائی میاشت تېره کړې ده. دغه وضعیت د سیندونو او د بندونو د اوبو د کچې د کمېدو او د اوبو پر مصرف د محدودیتونو د لګولو لامل شوی دی.

د دې بحران په غبرګون کې، مسلمانو علماوو  د جوماتونو له امامانو غوښتي چې له  همداوسه  یعني د زمري له ۲۵مې نېټې څخه دې په ټول بریتانیا کې د باران غوښتنې لمونځ ادا کړي، د جمعې د لمانځه په خطبو کې د باران لپاره دعا شامله کړي او دغه لمونځ په ازادو او پراخو میدانونو کې ترسره کړي.

کارپوهانو ټینګار کړی چې له وچکالۍ سره مبارزه یوازې تر معنوي اړخ پورې محدوده نه ده؛ بلکې د اوبو د مصرف د منطقي کولو په اړه د حکومت له غوښتنو سره سم، د اوبو له بې‌ځایه ضایع کولو څخه ډډه کول او د طبیعي سرچینو ساتنه هم اړینه ده.

هغوی څرګنده کړې چې دغه بحران، د عملي مسؤلیت احساس او د چاپېریال د مسؤولانه ساتنې ترڅنګ، د  خداي تعالی پر وړاندې عاجزي او تواضع هم غواړي؛ په دې هیله چې بارانونه بېرته پیل شي او د اوبو سرچینې او کرهڼیزې ځمکې خوندي پاتې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4369960

captcha